Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بشري حقونو نړۍواله ورځ؛ افغان نجونې د خپلو حقونو د تامین غوښتونکې دي

ځينې زده‌کوونکې نجونې، د بشري حقونو پر نړۍواله ورځ، په هېواد کې د خپلو حقونو د نه‌تامین کېدو په هکله اندېښمنې دي او له سرپرست حکومته غواړي چې ژر تر ژره د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د دوی پر مخ پرانیزي.

خدیجه یوه له هغو زده کوونکو ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، د زده کړو له حقه محرومه شوې وه. نوموړې له سرپرست حکومته غوښتنه کوي، چې د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستو سربېره په هېواد کې ښځو ته د کار زمینه برابره کړي.

خدیجې په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«زه د ټولنې د یوې غړې په توګه، د یوې نجلۍ په توګه، زما غوښتنه دا ده چې شوونځي دې بیاځلې پرانیستل شي او د ښوونې او روزنې دروازې دې د زده‌کوونکو او نجونو پر مخ پرانیستل شي.»

د ښځو د برخو فعاله تفسیر سیاه‌پوش وايي:«په افغانستان کې د بشري حقونو له وضعیته راضي نه‌دي او د اسلامي امارت ادعا تل داسې وه چې موږ د بشر یعنې د ټولو حقونو ته رسېدنه کړې ده.»

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ د څوکۍ سرپرست پر خپله اېکس پاڼه د بشري حقونو نړۍوالې اعلامیې ته په نغوتې سره د اسلامي امارت له لوري د بشري حقونو پر سرغړونو نیوکه کړې ده.

بلخوا، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپو ورکوونکي د اسلامي امارت له بنده د بشري حقونو د مدافعینو د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.

که څه هم د ملګرو ملتونو سر منشي پر دې ورځ د افغانستان نوم نه‌اخلي، خو د نړۍ له خلکو غواړي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي.

 د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوټرش ویلي:«د بشري حقونو پر ورځ، زه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پر خلکو غږ کوم چې بشري حقونه هره ورځ، د هرچا لپاره او هرچیرته دود کړي او درناوی یې وکړي.»
                     
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ د څوکۍ سرپرست نصیراحمد فایق ویلي:«د هېوادوالو د ژوند، ازادۍ، شخصي امنیت او خصوصي حرم هېڅ ډول قانوني خوندیتوب ساتنه شتون نه‌لري.»

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بېنټ هم وايي:«زه له طالبانو غواړم چې د بشري حقونو د نړۍوالې اعلامیې ۷۵مه کلیزه کې د ښځو د حقونو د څلورو فعالانو په ګډون چې د سپټمبر له نولسمې د بشري حقونو د دفاع له امله نیول شوې دي، د بشري حقونو د ټولو مدافعانو په خوشي کولو سره ولمانځي.»

بلخوا، د ملګرو ملتونو مرستیال او د بښنې نړۍوال سازمان په افغانستان کې بشري وضعیت کړکېچن بللی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رزا اوتونبایوا یو ځل بیا د افغانستان له اوسنیو چارواکو غواړي چې د افغانستان د باثباته، سوله‌ییز او سوکاله راتلونکي د بنسټ د ډبرې په توګه د بشري حقونو ژمنې ومني او ملاتړ یې وکړي.

رزا اوتونبایوا زیاته کړه:«اوسني چارواکي په قانوني توګه ژمن دي او دغه راز د ټولو هغو کسانو پر وړاندې چې په افغانستان کې ژوند کوي، د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو د ترویج او ملاتړ په برخه کې دروند مسوولیت لري. بشري حقونه باید وساتل شي څو د افغانستان د راتلونکي سوکالي، انسجام او ټیکاو تضمین وشي.»

د بښنې نړۍوال سازمان ویلي:«په وروستي یوه کال کې اوسني افغان چارواکو په سیسټماټیک ډول د بشري حقونو د ملاتړ مهم بنسټونه منحل کړل، د بیان ازادي، عادلانه محاکمه او نور حقونه یې تر پښو لاندې کړل او ښځې او نجونې یې له خپلو اساسي حقونو بې برخې کړي دي.»

خو اسلامي امارت ذبیح الله مجاهد وايي چې په هېواد کې بشري حقونه خوندي دي. د اسلامي امارت ویاند د بشري حقونو د اعلامیې د مادو منل د اسلامي امارت په رسمیت پېژندنې پورې مشروط ګڼي.

ښاغلی مجاهد په دې هکله وايي:«د نړۍوالې تولنې یا د ملګرو ملتونو اعلامیه چې د بشري حقونو په هکله کوم تعریفونه لري، اسلامي امارت تر هغې کچې چې اسلامي او شرعي احکامو سره په ټکر کې نه‌وي مراعات کوو یې؛ خو کله چې اسلامي امارت په رسمیت وپېژندل شي.»

د بشري حقونو نړۍواله ورځ هر کال د ډسمبر په لسمه نېټه په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي او دغه ورځ د ملګرو ملتونو د ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان يا «يونسکو» له خوا نومول شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه