Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ریاست الوزرا مرستیال: په افغانستان کې د پانګونې لپاره زمینه برابره ده

د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د ترکیې د عارفان موسسې له رییس او د دغه هېواد له یو شمېر دیني عالمانو او سوداګرو سره په لیدنه کې ویلي چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره فرصتونه برابر شوي دي. 

په دغه لیدنه کې د عارفان موسسې مشر هم ویلي چې ترکي پانګوال غواړي په افغانستان کې د انرژۍ، ترانسپورټ، کانونو، لوژسټېک او ودانیزو برخو کې پانګونه وکړي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد وویل: « د نړۍ له سوداګرو او پانګوالو غواړو چې دلته راشي او پانګونه وکړي، د ترکیې دغو سوداګرو لیدنه هم له حنفي صاحب سره په همدې اړه وه، چې ډاډ یې ورکړی چې څنګه په افغانستان کې پانګونه وکړي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست هم له ترکیې څخه د دغه راغلي پلاوي سره په لیدنه کې د هېواد د سوداګرو لپاره په ترکیه او افغانستان کې د یوه سوداګریز مرکز د جوړېدو غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده چې په افغانستان کې پانګونه ۵۰ سلنه ګټه لري.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد په دې اړه وویل: « د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست پانګونې لپاره پر فصتونو په ټینګار سره ویلي چې په افغانستان کې د پانګونې ګټه شاوخوا ۵۰ سلنه ده او اسلامي امارت د پانګوالو ملاتړ او همکارۍ ته ژمن دی.» 

ورته مهال، د چارو یو شمېر شنونکي وايي په هېواد کې د پانګونې د جلب په برخه کې د پانګوالو لپاره د بانکي اسانتیاوو برابرول اړین دي.

د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالظهور مدبر وویل: « په افغانستان کې هغه هېواد چې کورنۍ او  بهرنۍ پانګونې ته اړتیا لري او ډېری توکي له بهره واردیږي او دغه راز بهرني سوداګر د بانکوالۍ یو ښه سیسټم ته اړتیا لري چې غواړي په افغانستان کې فعالیت شروع کړي.»
 
تر دې وړاندې د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي وو، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته یوازې د کانونو په برخه کې د اووه میلیارده ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه