د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنټ وايي چې اسلامي امارت په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو په هکله د نظر اختلاف لري.
ښاغلي بنېټ د دوحې غونډې په یوه بله برخه کې چې د (افغان ښځې د افغانستان د ټيکاو لپاره) تر سرلیک لاندې وه، چې د بحث چورلیز یې د افغان نجونو او ښځو د زده کړو د ارزښت او ملاتړ وو، ښوونځیو او پوهنتونو ته د نجونو تګ ډېر مهم وباله.
د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکي وویل:«په یاد مې دي چې د لوړو زدهکړو له وزیر سره مې کتنه وه او هغه مهال نجونو ته د پوهنتون د تګ اجازه وه. د لوړو زدهکړو وزیر ماته وویل، پوهنتون ته د نجونو د تګ مخالف نهدی. هغه وویل داسې یو بحث هم دوام لري چې نیمه ورځ دې هلکان پوهنتون ته ولاړ شي او نیمه ورځ دې نجونې وي او که کافي سرچینې ولري نو دا پروګرام هم مخ ته ولاړ شي چې دواړه په یوه وخت پوهنتون ته ولاړ شي خو په جلا توګه، دغه وزیر بیا څو میاشتې وروسته له خپلې دندې ګوښه شو.»
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین، د ریچارډ بېنټ دغه خبرې ردوي او زیاتوي چې اسلامي امارت د اسلامي قوانینو په چوکاټ کې د ټولو هېوادوالو حقونه خوندي کړي دي.
ښاغلي شاهین په دې هکله زیاته کړه:«له بده مرغه ځينې اشخاص او لوري کله ناکله داسې ادعاوې لري چې د واقعیت پر خلاف دي، که دا د زدهکړو په برخه کې وي او که یا په نورو مسایلو کې؛ خو هغه مسایل چې باید حل شي موږ هڅه کوو د اسلامي اصولو په رڼا کې حل کړو»
اخوا، د بښنې نړۍوال سازمان او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي هم د بشري حقونو په ۷۵مې کلیزه کې یو ځل بیا د نجونو پر زدهکړو ټينګار کړی دی.
د بښنې نړۍوال سازمان ویلي:«د بشري حقونو د کلیزې پر ورځ، په داسې حال کې چې موږ خپل شپاړس ورځنی کمپاین بشپړولو ته نږدې کړی، موږ په افغانستان کې د نجونو او ښځو وضعیت ته د رسېدو په برخه کې د دوامداره ملاتړ غوښتنه کوو.»
نصیر احمد اندیشه طلوعنیوز ته ویلي، هڅه کوي چې د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان غږ پورته شي.
نصیراحمد اندیشه زیاتوي:«موږ هڅه کوو په جینوا کې د ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان په دایمي استازولۍ کې د افغانستان د خلکو غږ د افغانستان د نر او ښځې غږ چې حق یې تر پښو لاندې شوی په دې شورا ته ورسوو.»
د دوحې غونډې په لومړۍ ورځ، په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو په تړاو د (زدهکړې د هغې لپاره او پرمختګ د ټولو لپاره) تر سرلیک لاندې هم بحثونه وشول.
په دغه غونډه کې ګډونوالو د افغان نجونو لپاره د یوې خوندي ښوونیزې فضا د رامنځته کېدو غوښتنه وکړه له نړۍوالې ټولنې وغوښتل شول چې په افغانستان کې باید د نجونو د زدهکړو په برخه کې پانګونه وشي.
په دې اړه مو اندونه