اسلامي امارت وايي چې په پاکستان کې وروستي بریدونه په افغانستان پورې هيڅ تړاو نهلري او په پاکستان کې د امنیت ټینګښت د اسلامي امارت کار نه؛ بلکې د پاکستاني نظامیانو کار دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ډاډ ورکوي، چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد ونه کارول شي.
د ښاغلي مجاهد په خبره، که د پاکستان لخوا ورسره معلومات شریک شي د پېښې په اړه به پلټنې وکړي:«هره موضوع چې په پاکستان کې رامنځه کېږي د هغه مسوولیت باید په افغانستان پورې ونه تړل شي؛ ځکه دا پېښه چې رامنځته شوې زموږ له خاورې په سلګونو کیلومټرو لېرې ده؛ هلته امنیت موجو دی، استخبارات شتون لري هغوی باید خپلو دندو ته متوجه وي.»
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په خیبر پښتونخوا کې د تېرې ورځې برید په غبرګون کې یې په اسلام اباد کې د اسلامي امارت چارسمبالی ور غوښتی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې چې د پاکستاني طالبانو تحریک په افغانستان کې شتون لري. دغه وزارت د دې پېښې د څېړلو او د عاملینو د نیولو غوښتنه کړې.
د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر دغه برید ته په غبرګون کې وايي، چې پاکستان باید د غبرګون ښودلو پر ځای په افغانستان کې د غچ اخیستو په اړه فکر وکړي.
د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزی وايي:«په افغانستان کې افغان طالبان د دغو پېښو تر شا مستقیم لاس لري. دوی باید خپل دریځ څرګند کړي. طالبان د خپلو ناغېړیو له امله په نړۍ کې خپل ځای ته زیان اړوي.»
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني پوځیانو پر یوې پوستې د برید په پایله کې ۲۳ پاکستاني پوځیان وژل شوي او لسګونه تنه نور ټپیان شوي دي.
بل خوا د پوځي او سیاسي چارو ځينې شنوونکي په دې باور دي چې د پاکستاني طالبانو تحریک د پاکستان کورنۍ موضوع ده او دا هېواد په دې ډول ادعاوو سره غواړي چې د هېوادونو مرستې جلب کړي.
د پوځي چارو شنوونکی یوسف امین ځاځی وايي:«پاکستانیان باید د اسنادو او شواهدو پر بنسټ خبرې وکړي چې د پاکستاني طالبانو پټنځای چېرته دی. له مستند او ثبوت پرته مناسب کار نهدی.»
د سیاسي چارو شنوونکی سید اکبر سیال وردګ هم وايي:«زموږ په نظر پاکستان نړۍوالو ته ښيي چې ترهګرۍ د نورو هېوادونو په خاوره کې حضور لري او له دې لارې هڅه کوي چې د بهرنیو هېوادونو مرستې جلب کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لنډمهاله حکومت چارواکو له دې وړاندې هم ویلي و، چې په دغه هېواد کې په ترهګریزو فعالیتونو کې افغان کډوال لاس لري؛ خو اسلامي امارت بیا دا ادعا بې بنسټه بللې دي.
په دې اړه مو اندونه