Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د چارو ادارې تدارکاتي سیسټم په برېښنایي بڼه فعال شو

د چارو ادارې مسوولین وایي چې، تدارکاتي سیسټم یې په بریښنايي بڼه جوړ کړی چې، د روڼتیا رامنځته کیدو ترڅنګ په تدارکاتي چارو کې د وخت له ضایع کېدو هم مخنیوی کوي.

د دغې ادارې مسوولین وايي، اوس خلک کولای شي د انټرنیټ له لارې د چارو ادارې د تدارکاتو له ټولو برخو مالومات ترلاسه کړي او د تدارکاتو ادارې پر کاري بهیر څارنه وکړي.

د چارو ادارې د تدارکاتو رییس، عبدالولي صدیقي وویل: « زموږ خلک په لیرې پرتو سیمو کې د انټرنټ او د همدغه سیسټم له لارې کولای شي زموږ د پروژو په اړه مالومات ترلاسه کړي.»

د چارو ادارې عمومي رییس، نورالحق انور هم په دې اړه وویل: « کله چې موږ دلته راغلو ځینې مالومات مو ترلاسه کړه چې په بیت المال کې د خیانت په برخه کې هم وه.»

ورته مهال، د اقتصاد وزارت سرپرست وايي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د هېواد په بیلابیلو سیمو کې پر لویو پروژو کار روان دی.

دین محمد حنیف په بهر کې له پانګوالو غواړي چې هېواد ته راستانه شي او د خلکو پر وړاندې خپل مسوولیت ترسره کړي.

دین محمد حنیف زیاته کړه: « هغه خلک چې تللي دي هم بلنه ورکوو چې هېواد او کور ته راشي او خپل هېواد ته خدمت وکړي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال، محمد یونس مهمند څرګنده کړه: « په دغه بهیر کې انشاالله موږ هم ورسره همکار یو. په افغانستان کې د اقتصادي پرمختګ په هیله.»

د چارو ادارې د تدارکاتو د الکټرونیکي سیسټم د فعالولو په پروګرام کې، د ازبکستان، ترکیې، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو ډيپلوماټانو او د ځینو بهرنیو بنسټونو استازو هم ګډون کړی وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه