Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له نړۍوالې ټولنې پیروي؛ د ا.ا د رسمیت پېژندلو لپاره د هند دریځ

د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر د افغانستان د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو د موضوع په هکله ویلي چې په دې هکله د نوي ډیلي دریځ د نړۍوالې ټولنې له دریځ سره یو شان دی.
 
ځينو هندي رسنیو راپور ورکړی چې د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر همدارنګه ویلي چې د افغانستان د خلکو پر وړاندې د هند تګلاره د «تاریخي اړیکو او د دوستۍ پر بنسټ» ولاړ دی.

د رسنیو د رپوټونو له مخې دغه هندي چارواکي په افغانستان کې د یوه ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو او د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان د خاورې پر نه‌کارول کېدو ټینکار کړی دی.
 
د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر ویلي:«د افغانانو پر وړاندې د هند تګلاره د تاریخي او دوستانه اړیکو پر بنسټ ده، خو د سرپرست حکومت د په رسمیت پېژندنې په چاره کې د نوي ډيلي دریځ له نړۍوالې ټولنې سره همغږی دی.»

جې شنکر دغه راز زیاته کړې چې په تېرو دوو کلونو کې یو شمېر افغان ډیپلوماتان په درېیمو هېوادونو کې د اقامت د اخیستو  لپاره له هنده تللي؛ خو پاتې ډیپلوماټانو د افغانستان د ډیپلوماتیکو فعالیتونو د دوام مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد طلوع‌نیوز ته وايي:«د افغانستان اسلامي امارت اعلان کړی او دا زموږ سټراټېژي ده، دا هغه څه دي چې موږ د افغانستان د سیاست په توګه مطرح کړي دي. مو اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکارول شي.»

د سیاسي چارو شنوونکی نثار احمد شېرزی څرګندوي:«نه یوازې په هندوستان کې بلکې په ټوله نړۍ کې د سفارتونو د دروازو پرانیستل د افغانستان د خلکو په ګټه دي او دا هغه وخت امکان لري چې طالبان له نړۍ سره یو مثبت تعامل وکړي او د نړۍوالې ټولنې غوښتنې ومني.»
 
د سیاسي چارو شنوونکی شاکر حیات هم وویل:«لکه‌څرنګه چې لیدل کېږي نړۍ د سیالیو ډلو ترمنځ د وېش له لارې د حکومت د رامنځته کېدو هوډ لري.»
 
تر دې وړاندې په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي و، چې له څو اوونیو انتظار وروسته هم د هند حکومت د دغه سفارت غوښتنو ته ځواب نه‌دی ویلی او دوی له یوه سخت انتخاب سره مخ شوي او دغه سفارت یې نوي ډیلي ته سپارلی دی.

شریک یي کړئ