Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ا.ا د افغانستان په تړاو د م.م سازمان د راپور ځينې برخې خوشبینانه بولي

اسلامي امارت د افغانستان د وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو د درې میاشتني راپور ځينې برخې چې د امنیت او په ځينو نورو برخو کې د اسلامي امارت لاسته‌راوړنو ته نغوته شوې، خوشبینانه بولي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي د دغه راپور ځینو برخو ته په غبرګون کې وايي چې د ښځو د حقونو نه مراعت کېدو او د ټول‌ګډونه حکومت د نه جوړېدو په تړاو نیوکې، ناسمې دي.

ښاغلی مجاهد، ملګري ملتونه تورنوي چې د ټول‌ګډونه حکومت په اړه مشخص تعریف نه‌لري او زیاتوي چې اوس مهال په افغانستان کې شته حکومت ټول‌ګډونه دی.

ذبیح الله مجاهد وايي:«د نظام شمولیت یقیني دی، موږ له ملګرو ملتونو سازمان سره شریکه کړې، هغوی چې له ټول‌ګډونوالي هر تعریف لري، موږ کولای شو چې اوسنی حکومت ورته ثابت کړو چې ټول‌ګډونه دی، په هره تله چې وغواړي تعریف یې کړي؛ خو هغوی له دغې موضوع‌ کلي تعریف نه‌لري.»

د دغه راپور په یوه برخه کې چې د اسلامي امارت د مخالفو څېرو بیا فعالېدو ته نغوته شوې، ښاغلی مجاهد وايي د اسلامي امارت پر وړاندې د دغو ډلو فعالیت ننګوونکی نه‌دی.

د اسلامي امارت ویاند څرګندوي:«دا چې څوک له افغانستانه تېښته وکړي او په یوه بل ځای کې په هوټل کې مېلمستیا وکړي او خپله یوه خبره وکړي زموږ لپاره ننګونه نه‌ده. افغانستان امن دی، سوله او ثبات لري.»

اخوا، د سیاسي چارو ځينې شنوونکي بیا د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د سرمنشي د درې میاشتني راپور په اړه بېلابېل لیدلوري لري.

د سیاسي چارو شنوونکي ویس ناصري وویل:«د افغانستان د ستونزو د حل لپاره، د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره او د افغانستان د وضعیت د بدلون لپاره د مرستې لپاره د نړۍوالې ټولنې حضور او ګډون مهم دی.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان په تړاو خپل درې میاشتنی راپور چې (د افغانستان وضعیت او پر نړۍوال ټيکاو یې اغېزې) تر سرلیک لاندې دی، د تېرې شنبې پر ورځ خپور شوی چې په دغه راپور کې په امنیتي برخو کې پرمختګونه، او په افغانستان کې سیمه‌ییزې همکارۍ او بشري مرستو په اړه خبرې شوې دي او د تول‌ګډونه حکومت د نه‌جوړېدو او د ښځو له حقونو د سرغړونې له امله نیوکې هم شوې دي.

د سیاسي چارو ځينې شنوونکي بیا د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د سرمنشي د درې میاشتني راپور په اړه بېلابېل لیدلوري لري.

شریک یي کړئ