اسلامي امارت وایي، هغه سوداګر چې غواړي له پاکستانه افغانستان ته خپله شتمني راولېږدوي، ټولې اسانتیاوې ورته برابرې شوې دي.
د اسلامي امارت ویاند طلوع نیوز ته ویلي چې په هېواد کې د ځمکې د وېش په ګډون، د جوازونو د ترلاسه کولو، توکو د لېږدلو او پانګونې د لېږد په برخو کې اسانتیاو برابرې شوې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړه: « دغه کمېټه دنده لري چې د سوداګرۍ د محترم وزیر صاحب په مشرۍ له هغه ځایه راستنېدونکو کډوالو ته د پانګونې په برخه اسانتیاوې برابرې کړي. اسلامي امارت دا خپله مسوولیت ګڼي چې هغو کډوالو ته چې افغانستان ته راځي او پانګونه کوي، ځمکه ورکړي او دغه راز د جواز د اخیستلو او پیسو او مالونو د لېږد په برخه کې ورته اسانتیاوې برابرې شي.»
بل خوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، اړتیا ده چې اسلامي امارت د پاکستان له لنډمهالي حکومت سره یوې هوکړې ته ورسېږي څو د افغان پانګوالو ټولې شتمنۍ له پاکستانه هېواد ته راولېږدول شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي رییس، خان جان الکوزي په دې اړه وویل: « د پاکستان په اقتصاد کې شاوخوا ۳۵ سلنه برخه د افغانانو وه. موږ هلته په سلګونه کارخونې، د قالینو کارخونې، هوټلونه، ساختمانونه او ټرانسپورټونه لرل.»
ورته مهال، د اقتصادي چارو کارپوهان هېواد ته د سوداګرو د پانګو رالېږدول د کاري فرصتونو د برابرېدو او د اقتصادي ننګونو د کمېدو لپاره ګټور بولي.
د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالظهور مدبر څرګنده کړه: « هر څومره چې پانګونه ډېره وي، په همغه اندازه د مصروفیتونو توازن پورته ځي او دا هم کولای شي په مارکیټ کې اغېزناکه اړتیا پیداکړي. نو له دې امله هېواد ته له بهره د شرکتونو رالېږدول کولای شي یو ارزښتناکه ګام وبلل کیږي.»
تر دې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ویلي وو، چې هغو سوداګرو ته پنځه کاله مالیات معافوي چې هېواد ته راستنېږي.