د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان لپاره د برېټانیا سفارت له شارژدافیر سره په لیدنه کې، د سولې خبرو اترو د مخته بیولو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د استازي له ګومارلو سره مخالفت کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وايي چې ښاغلي متقي د افغانستان لپاره د برېټانیا له چارسمبالي رابرټ چټرټون ډېکسن سره په کتنه کې ویلي چې اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره تعامل ته چمتو دی.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال په وینا، په دغې لیدنه کې د افغانستان لپاره د برېټانیا د سفارت چارسمبالي ویلي چې هغه د یوه سولهییز او ټیکاو لرونکي افغانستان غوښتونکی دی.
ضیا احمد تکل په دې هکله وویل:«ښاغلي متقي د ملګرو ملتونو سازمان د راپور ډېری برخې مثبتې وبللې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي استازي د ګومارنې وړاندیز یې اوسنیو شرایطو ته په کتو مناسب ونه باله. مقتي صاحب زیاته کړه چې افغانستان د هرې ورځې په تېرېدو سره، په هره برخه کې پرمختګ کوي او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره مثبتې اړیکې لري.»
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي، یوشیایوېنګ سره د امیرخان متقي له کتنې هم خبر ورکوي او زیاتوي چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دغه کتنه کې د دواړه هېوادونو ترمنځ اړیکې مهمې بولي او د مس عینک پر پروژې د کار پر پېل ټينګار کوي.
د چارو ځينې شنوونکي بیا له ګاونډیو هېوادونو سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراختیا د هېواد په ګټه بولي.
د اقتصادي چارو شنوونکی محمد شبیر بشیري طلوعنیوز ته وايي:«په ټوله کې د افغاسنتان پر طبیعي او ځمکنیو سرچینو د بهرنیو پانګونه په سټراټېژيکه توګه کولای شي چې د افغانستان اقتصادي بهیر تمویل او یا پیاوړی کړي.»
د سیاسي چارو شنوونکي فضل الرحمن اوریا هم وویل:«ټوله نړۍ له یوه شعار سره بشپړه اجماع لري چې هغه له افغان حکومت سره سټراټېژيک تعامل دی. نور هر هېواد په ځانګړې بڼه د خپل هېواد د ګټو د تامین لپاره په بېلابېلو شرایطو او وخت کې له افغانستان سره تعامل کوي.»
اسلامي امارت بیا تر دې مخکې هم له نړۍ سره پر مثبت تعامل ټینګار کړی؛ د دې سربېره د شریعت پر بنسټ د اړیکو ټینګښت هم د اسلامي امارت له خوا مطرح شوی دی.