د لوړو زده کړو وزارت سرپرست، ندا محمد ندیم د کابل پوهنتون د زده کړیالانو په فراغت غونډه کې وویل چې، اسلامي امارت په هېواد کې د زده کړو پرمختګ ته ژمن دی.
ندا محمد ندیم دغه راز زیاته کړه، بهرنیان د افغانستان د پرمختګ لپاره بېلابېل وړاندیزونه کوي خو دوی په حقیقت کې د افغانستان د پرمختګ غوښتونکي نه دي.
نن (پنج شنبه د لېندۍ ۳۰مه) د کابل پوهنتون له ۷۰ پوهنځیو څخه شاوخوا ۲۵۰۰ تنه زده کړیالان فارغ شوي دي.
د اسلامي امارت ځینو چارواکو چې په دغه غونډه کې یې ګډون کړی وه، په افغانستان کې د امریکا پر شل کلن حضور باندې نیوکه کړی.
د دفاع وزارت سرپرست، مولوي محمد یعقوب مجاهد په دغه غونډه کې وویل چې امریکا په افغانستان کې د خپل شل کلن حضور پر مهال هېڅ داسې پروژه نه ده پلې کړې چې ګټې یې اوږدمهالې وي.
ښاغلي مجاهد فارغېدونکو محصلانو ته په خطاب کې ویلي، چې «نظام» او هېواد ورته اړتیا لري.
هغه د کوم هېواد د نوم اخېستلو پرته ویلي چې هېوادونه هڅه کوي، چې د «دوست» په جامه کې افغانستان په بدمرغیو کې اخته کړي او سپارښتنه یې کړې چې دوست او دښمن باید وپېژندل شي.
په ورته مهال، د کورنیو چارو وزارت سرپرست، سراج الدین حقاني هم په دغه غونډه کې وویل چې په وروستۍ نیمه پیړۍ په افغانستان کې تخریبي سیاستونه پلي شوي دي.
ښاغلي حقاني په دې اړه وویل: « که تاسو فکر وکړئ په وروستۍ نیمه پیړۍ کې په افغانستان کې تخریبي سیاستونه پلي شوي دي؛ هر کله چې یو نظام واک ته رسېدلی دی د هغه پر وړاندی یو بل نظام راپورته شوی دی.»
د کورنیو چارو وزارت سرپرست، له زده کړیالانو وغوښتل چې له شته فرصتونو په کار اخیستنې سره د هېواد په ځان بسیاینې کې ونډه واخلي.
په دې اړه مو اندونه