Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ایران په مشهد ښار کې د افغانانو بر ګرځنده فعالیتونو بندیز ولګېد

د ایران په ځینو ښارونو کې افغانان له کاره منعه شوي او دغې چارې په یاد هېواد کې د مېشتو افغانانو تر منځ اندېښنې راپارولي دي.

په ایران کې یو شمېر مېشت افغان کډوال د پولیسو پر چلن نیوکه کوي او وايي، اسلامي امارت باید د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.

په ایران کې افغان کډوال، عنایت الله الکوزي وویل: « له اسلامي امارته د کډوالو غوښتنه دا ده چې د ایران سره له ډیپلوماټیکو اړیکو د کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي، تر څو کډوال خپل نړۍوال حقوق ترلاسه کړي.»

په ایران کې یو بل افغان کډوال، غلام غبار هم په دې اړه وویل: « کډوالي ډېره سخته ده، هیله من یم چې له کډوالو سره په ځانګړې توګه په ایران او پاکستان کې چې د ډېرو افغان کډوالو کوربه هېوادونه دي، د نړۍوالو اصولو له مخې چلن وشي.»

ورته مهال، د ایران د مشهد قوماندانۍ د خراسان رضوي ولایت په مرکز کې د یو حکم په صادرولو سره د دغه ښار په بازارونو کې د افغانانو په ګرځېدو بندیز لګولی دی.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې دغه حکم د شنبې په ورځ د مشهد ښار د جمعه بازار په دروازه کې هم لګول شوی دی.

د مالوماتو له مخې، شاوخوا نیم میلیون افغانان په دغه ښار کې مېشت دي.

د کډوالو د چارو فعالې، اصفه ستانکزۍ وویل: « ایران باید له کډوالو سره په اوږدمهاله توګه مخکې لاړ شي او په ایران کې له مېشتو کډوالو د اقتصادي پراختیا لپاره اغیزمنه ګټه واخلي.»

د هېواد د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت بیا د کوربه هېوادونو له لوري پر دغه ډول چلند په نیوکې سره وايي، هڅې کوي چې، د افغان کډوالو د ستونزو د حل په برخه کې له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال، عبدالرحمن راشد طلوع نیوز ته وویل: « په دې اړه د اسلامي امارت ټولو مسوولینو له ایراني چارواکو سره خبرې کړي دي، اوس هم د بهرنیو چارو وزیر، متقي صېب سفر کړی دی او انشا‌ءالله له هغوی سره یې خبرې کړي او انشاءالله د هغوی ستونزې به حل کړي.»

تر دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي وو چې، له څه باندې ۴۵ کلونو راهیسې ایران د افغان کډوالو کوربه دی او له ملګرو ملتونو یې غوښتي وو څو افغانستان ته د یادو کډوالو د بېرته ستنېدو په برخه کې همکاري وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه