Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ایران کې له حسین امیرعبداللهیان سره د امیرخان مقتي لیده کاته

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي ایران ته د خپل سفر په لړ کې نن د ایران د بهرنیو چارو له وزیر امیر عبدالهیان او په افغانستان کې د دغه هېواد له سفیر سره وکتل.

د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو پراختیا او د سیمه‌ییزې ډلې رامنځته کېدل هغه مهم نور مسایل وو، چې په دغې کتنه کې پرې خبرې شوې دي.

ښاغلي متقي په یوه ټلویزیوني مرکه کې له ایران سره اقتصادي اړیکې ګټورې ګڼلي او پر پراختیا یې ټینګار کړی دي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي وايي:«کونسلګرۍ او سفارتونه فعال دي. سیاسي اړیکې هم لرو او اقتصادي اړیکې هم ورځ په ورځ ښې کېږي. د دواړو هېوادونو هڅې همدا دي چې په بېلابېلو برخو کې پرمختګ ولرو.»
                  
ښاغلي متقي دغه راز هېواد ته د افغان کډوالو د راستنېدو د زمینې د برابرولو لپاره د هڅو ډاډ ورکړ او له نورو هېوادونو يې وغوښتل چې له افغان کډوالو سره مناسب چلند ولري.
                         
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست زیاتوي:«دغه کډوال چې د جګړې له امله کډوال شوي، اوس چې امنیت تامین دی، هڅه کوو چې په اقتصادي برخه کې هم د افغانستان وضعیت ښه شي څو کډوالو ته کارو بار پيدا شي. موږ له هغو هېوادونو چې تراوسه یې ګڼ شمېر افغان کډوالو ته ځای ورکړی، مننه کوو او غواړو چې له درناوي او خپل انساني کرامت سره، په کرارۍ او تدریجي توګه خپل هېواد ته راستانه شي.»

د سیاسي چارو شنوونکی نجیب الرحمان شمال هم طلوع‌نیوز ته وايي:«په اوسنیو شرایطو کې زموږ هېواد افغانستان، د سیمې او نړۍ هېوادونو تعامل او ملاتړ ته اړتیا لري. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه د ښاغلي متقي سفرونه او لیدنې کولای شي چې د اړیکو په پراختیا او د نړۍوالې ټولنې د باور د خپلولو لپاره ګټور پرېوځي.»

د سیاسي چارو بل شنوونکي شمس الرحمان احمدزي په دې هکله څرګنده کړه:«که افغان کډوال په ټولو هېوادونو کې په ځانګړې توګه په ایران او پاکستان کې ډېر زیات رټل کېږي او ځورول کېږي؛ نو که‌چېرې دغه ناستې ترسره کېږي نو په کې دې، د هغو افغانانو چې بې‌ځایه رټل کېږي او ځورول کېږي مخنیوی یې وشي.» 

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست تهران ته د خپل سفر په لړ کې یوځل بیا د فلسطین د خلکو د ملاتړ غوښتنه وکړه او له اسراییلو سره یې د دغه هېواد مبارزه قانونی وبلله.

شریک یي کړئ