Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د زیانمنو له کورنیو سره د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت یو شان چلند

د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت مرستیال عبدالحکیم حقاني له طلوع‌نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې د اسلامي امارت او پخواني حکومت د شهیدانو او معلولانو له ټولو کورنیو سره یو شان چلند کېږي.

ښاغلي حقاني زیاته کړې یاد وزارت تر اوسه توانېدلی چې د شهیدانو او معلولانو څه باندې ۶۲۰ زره کورنۍ ثبت کړي.

ښاغلی حقاني دغه راز وایي، هڅه کوي چې د شهیدانو او معلولینو کورنیو ته په ټولو ولایتونو کې ښوونیز او حرفوي مرکزونه جوړ کړي. 

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال له طلوع نیوز سره په خبرو کې وايي، د شهیدانو د کورنیو او معلولینو د پیژندنې او نوملیکنې ۹۵ سلنې بهیر بشپړ شوی دی.
د عبدالحکیم حقاني په وینا، د ټول هېواد په کچه ۶۲۰ زره د شهیدانو کورنۍ او معلول کسان ثبت شوي چې د تېر حکومت او د اسلامي امارات غړي هم پکې شامل دي.

د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت مرستیال وايي:«د یوه نفر په سر پاندې موږ دوه زره افغانۍ ورکوو. که کونډه ده او که یتیم دی موږ دوه زره افغانۍ ورکوو هغه به د اسلامي امارت اړوند کونډې او یتیمان به ۱۲۰ زرو نه تر ۱۳۰ زرو پورې وي.»

ښاغلی حقاني وايي د شهیدانو له ټولو کورنیو سره یو ډول چلند کېږي او زیاتوي چې د اسلامي امارت له لوري ورته په هرو شپږو میاشتو کې حقوق ورکول کېږي.

عبدالحکیم حقاني په دې هکله څرګنده کړه:«اسلامي امارت د یتیمانو په حساب باندې، هم د امارت اړوند او هم د تېرې ادارې د پوځیانو یا عسکرو یا هم د عام ملکیانو شهیدانو ته، د نفر په سر باندې لکه څنګه چې د امارت اړوند ملګرو کورنیو ته دوه زره افغانۍ ورکول کېږي، د تېرې ادارې هغه عسکر چې وفات شوی دی د هغې کورنۍ ته هم في نفر ته دوه زره افغانۍ ورکوي.»

نوموړی زیاتوي چې د دغه وزارت بودیجه د کال په پېل کې ۱۲ مېلیارده افغانیو ته رسېده خو د بودیجې د کسر له امله یوولس مېلیارد افغانیو ته راټيټه شوې ده.

د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت مرستیال عبدالحکیم حقاني وویل:«موږ وایي چې له دې سره پنځه مېلیارده نوره اضافه شي، موږ به د امارت مشرتابه ته او د شهیدانو او معلولانو کورنیو ته  سل په سلو کې ډاډ ورکوو چې ان‌شاالله ټولو ته به دا شی رسېږي.»

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال د معلوماتو پر بنسټ، په پلازمېنه کې د معلولانو او بې سرپرسته ماشومانو لپاره د مسلکي زده‌کړو یوازې یو مرکز فعال دی او دغه وزارت هڅه کوي چې د زونونو او ولایتونو په کچه نور مرکزونه هم جوړ کړي.

شریک یي کړئ