د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي په ایران کې له افغان کډوالو او سوداګرو سره په کتنه کې، وایي چې د افغانستان ټوله خاوره د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې ده او په هېواد کې هېڅ سیاسي بندي شتون نهلري.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دغې لیدنه کې ویلي چې ایراني چارواکو په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په تړاو ډاډ ورکړی دی.
نوموړي همدرانګه په ټول هېواد کې د سرتاسري امنیت ډاډ ورکړی دی.
امیرخان متقي په دې هکله وايي:«الحمدالله پر یو متر ځمکه هم مخالفان ولکه نهلري، د قدرتونو ټولې جزیرې ختمې شوې دي، ملکالطوایفي پای ته رسېدلې، هېڅوک نهشي کولای چې وايي زه پیاوړی یم او ته کمزوری.»
ښاغلی متقي د ایران او افغانستان ترمنځ ښو اړیکو ته په نغوتې سره وايي چې دواړه لوري د اړیکو د پیاوړتیا په لټه دي. نوموړي په ایران کې د کډوالو د حضور په تړاو ویلي، تهران ورسره ژمنه کړې چې د کډوالو ستونزې به حل کړي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست څرګندوي:«هغه ستونزې چې کډوال سره مخ دي هم مو هم مطرح کړې، د ځينو چارو د حل لپاره یې ژمنه وکړه. په سیاسي برخه کې هم سفارت او هم زموږ کونسلګۍ فعالې دي.»
اخوا، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د امیرخان متقي سفر ته په نغوتې سره وايي، د کابل او تهران ګټې سره تړلې دي او په افغانستان کې چې څه پیښېږي پر ایران او ګډه پوله یې خامخا اغېز پرېوځي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني وايي:«د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان د موضوع په هکله تل هڅه کړې او هڅې به وکړي، چې د ګاوڼدي او شریک هېواد په توګه، د سولې او ټيکاو د ټینګښت، اقتصادي پراختیا او غوړېدا په برخو کې د همکارۍ په درشل کې خپله ونډه واخلي.»
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ایران د خراسان ولایت له والي سره په کتنه په افغانستان او سیمه کې د امنیت د تامین لپاره له هڅو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې هېچا ته اجازه نهورکوي چې د افغانستان او سیمې امنیت ته ګواښ پېښ کړي.
په دې اړه مو اندونه