د ملګرو ملتونو د سر منشي د ځانګړي همغږي کوونکي سینیرلي اوغلو د وړانديزونو په تړاو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پريکړهليک په ديارلسو موافقو او دوو ممتنع رایو سره تصویب شو.
د دغه پرېکړهلیک له مخې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په ګډون د سینیرلي اوغلو د راپور پر وړاندیزونو هوکړه کړې ده.
په ملګرو ملتونو کې د امريکا د متحدو ايالتونو د استازي مرستياله وايي، دغه پرېکړه ليک ښيي ملګري ملتونه له هغه بهیره ملاتړ کوي، چې افغانستان د خپلو ژمنو د پوره کولو په صورت کې د نړۍوالې ټولنې برخه کېږي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازي مرستیاله لیزا برون وايي:«متحده ایالتونه په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټینګښت ښه کېدو ته ژمن دي. دا پرېکړهلیک طالبانو، د افغانستان خلکو او نړۍ ته یو څرګند پیغام استوي. دا پرېکړهلیک ښیي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د هغه بهیر ملاتړ کوي چې له مخې یې، افغانستان د خپلو نړۍوالو ژمنو په پوره کولو سره د نړۍوالې ټولنې برخه کېږي.»
په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو دایمي استازې لانا نصیبه څرګندوي:«سږ کال د افغانستان په تړاو د امنیت شورا لپاره یو ګټور کال و. موږ تر ډېره حده په دې مسئله کې یووالی ساتلی دی. زه غواړم د شورا غړو ته د بلنې ورکولو ته دوام ورکړم چې د دغه پرمختګ لپاره هڅې وکړي. دا پرېکړهلیک یو مهم سند دی او د هغه په تړاو د متحد کېدو ارزښت لري.»
په ملګرو ملتونو کې د جاپان دایمي استازی کازویوکي یامازاکي وايي:«زه غواړم ټینګار وکړم چې دا پرېکړهلیک په لا همغږي، منسجم او پلان شوي ډول د نړۍوال تعامل د زیاتولو پر اړتیا ټینګار کوي.»
د دغه پريکړهليک مسوده د جاپان او متحده عربي اماراتو له خوا وړانديز شوې وه، چين او روسيې چې دغه پرېکړهليک ته یې ممتنع رایه ورکړې، د دې پرېکړې موخه داسې بیانوي.
په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستيال ګنګ شوانګ وايي:«د اړوند هېواد د نظرونو له په پام کې نیولو پرته به د ځانګړي استازي ټاکل نه یوازې دا چې د دندو په ترسره کولو کې د ځانګړي استازي د ناتوانۍ لامل شي، بلکې د نړۍوالې ټولنې او افغان چارواکو ترمنځ تضاد او تقابل هم زیاتوي.»
په ملګرو ملتونو کې د روسیې د دایمي استازي مرستیال انا ایم اوستیګنوا وویل:«موږ له اوسنیو افغان چارواکو سره د مشورو په ګډون له زغمه د ډکو سپارښتنو او پراخو بحثونو او وړاندیزونو پر اهمیت باور لرو، دا مهمه ده چې موږ د طالبانو خپل غبرګون ته په پام سره د افغانستان په تړاو یوه کره ارزونه وکړو. موږ دا خبره له پېله کړې، چې د افغانستان په قضیه کې پرمختګ د دغه هېواد د وضعیت په سمې ارزونې پورې اړه لري.»
خو اسلامي امارت تر اوسه د ملګرو ملتونو د دغه پرېکړهلیک په تړاو غبرګون نهدی ښودلی.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دغه سازمان له سرمنشي غوښتي چې په راتلونکو ۶۰ ورځو کې دې شورا ته د دې موضوع په تړاو د بحثونو د پایلو راپور ورکړي.
«د افغانستان خپلواکه ارزونه» د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو لخوا ترسره شو ده. سینیرلي دا ارزونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۶۷۹ پریکړهلیک د مادو له مخې، چې د روان کال په مارچ کې تصویب شوی، ترسره کړې ده.
په دې اړه مو اندونه