Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان په ۲۰۲۳ زیږدیز کال کې له سیاسي پلوه د لوړو او ژورو شاهد و

نړۍ د اسلامي امارت د حاکمیت له لومړۍ ورځې، د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې لپاره شرطونه وړاندې کړي دي؛ خو اسلامي امارت تر اوسه دغو شرطونو ته غاړه نه‌ده ایښې.

له دې ټولو لوړو او ژورو سره سره د اساسي قانون برخلیک لا هم روښانه نه‌دی او اسلامي امارت د هېڅ هېواد له لوري له سیاسي او اقتصادي تعاملاتو سره سره په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی.

که څه هم اسلامي امارت تل ویلي دي، چې د نړۍ ټول شرطونه یې پوره کړي؛ خو نړۍ ویلي چې لا تر اوسه یې غوښتنې نه‌دي پوره شوي.

د افغانستان د پیسو د زېرمو ازادېدل، د اسلامي امارت پر چارواکو د لګېدلو بندیزونو لېرې کېدل او په ټوله کې د نړۍ له لوري د اسلامي امارت په رسمیت پېژندل د سرپرست حکومت مهې غوښتنې بلل کېږي.

اخوا، د بشري حقونو خوندیتوب، پوهنتونونو او ښوونځيو ته نجونو ته د تګ اجازه، د ملي خبرو پېلېدل، د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان د خاورې نه کارول کېدل او له ترهګرۍ سره مبارزه هغه مسایل دي، چې تل نړۍ پرې ټينګارکړی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې رزا اوتونبایوا د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر پر ۲۰مه ویلي:«خبرې اترې مشروعیت نه‌ورکوي. له هغې کولای شو د نه‌تایید او همدارنګه د بدلون لپاره د هڅولو ته هم استفاده کړو.»

په دوه زرو درویشتم کال کې د افغانستان په تړاو درویشت بېلابېلې غونډې شوې دي.

 د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر په ۲۳مه په کازان کې د مسکو فارمټ غونډه،  د  ۲۰۲۳ کال د اګسټ په ۲۵مه د داعش او افغانستان په تړاو غونډه، د ۲۰۲۳ کال د اګسټ په ۱۵مه په ازبیکستان کې د سمرقند غونډه، د  ۲۰۲۳ کال د مارچ په ۷مه د افغانستان لپاره د ګاونډيو هېوادونو د ځانګړو استازو غونډه، د ۲۰۲۳ کال د اګسټ په ۱۲مه په قزاقستان کې د استانې غونډه، ۲۰۲۳ کال د نومبر په ۲۷مه په تاجیکستان کې د هرات امنیتي غونډه، د ۲۰۲۳ کال د جولای په ۴مه د هند په کوربتوب د شانګهای انلاین غونډه، د ۲۰۲۳ کال د جون په ۱۳مه د اسلو مجمع غونډه، ۲۰۲۳ کال د جون په ۲مه په قزاقستان کې د اروپایي ټولنې - منځنۍ اسیا غونډه، 

خو یوازې د مسکو فارمټ، اوسلو مجمع او سمرقند په غونډو کې د اسلامي امارت استازو ګډون درولود 

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوشیایویونګ د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر پر ۲۹مه ویلي:«سیمه‌ییزه او نړۍواله ټولنه باید له امریکا وغواړي چې د افغانستان په تړاو پر خپلو ژمنو او مسوولیتونو عمل وکړي. لکه‌څرنګه چې پوهېږو، د امریکا او ناټو له لوري د افغانستان ۲۰ کلن ښکېلاک، د افغانستان د خلکو لپاره د ګڼو ستونزو او د دغه هېواد د ویجاړېدو لامل شوی دی. امریکا او متحدانو یې له افغانستان سره خپلې مرستې بندې کړې دي، د دغه هېواد شتمنۍ یې هم بندې کړې دي او پر افغانستان یې یو اړخیز بندیزونه لګولي دي چې د دغه هېواد د خلکو ستونزې یې زیاتې کړې دي.»

په ۲۰۲۳ زیږدیز کال کې د اسلامي امارت بېلابېلو چارواکو د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه هم لرل.

د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په ۲۳مه تهران ته د امیرخان متقي سفر، د ۲۰۲۳ کال د نوامبر په ۳مه ایران ته د ملا عبدالغني سفر، د ۲۰۲۳ د اکټوبر په ۲۸مه ترکیې ته د امیرخان متقي سفر، د ۲۰۲۳ کال د جولای په ۲۹مه قطر ته د امیرخان متقي سفر او همدارنګه د ۲۰۲۳ کال د مې په ۵ مه پاکستان ته د امیرخان متقي سفر ترسره شوی دی. 

د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د سرمنشي خپلواکه ارزونه د افغانستان په سیاسی برخه کې یوه بله مهمه پېښه وه. دغه ارزونه د نومبر په دوولسمه د طلوع‌نیوز لاس ته ورسېده او خپره شوه.

د اړتیاوو پوره کېدو او باورجوړونې او دغه راز په سیاسي او امنیتي برخو کې د همکاریو په موخه له نړۍوال نظام سره د افغانستان یوځای کېدل، د افغانانو پر اړتیاوو د غور له لارې باورجوړونه، په مهمو امنیتي، سیمه‌ییزو او سیاسي مسایلو کې د همکارۍ دوام، په نړۍوال نظام کې د افغان حکومت د ادغام لپاره لارنقشه، د نه تبعیض د اصل او د ښځو د حقونو پر رعایت ټينګار او په ټولو برخو کې نجونو او ښځو ته ونډه ورکول او دغه راز د ټولو افغانانو د اساسي حقونو او ازادیو رعایت کول د ملګرو ملتونو د سرمنشي د خپلواکې ارزونې مهمې برخې وې.

خو د بهرنیو چارو وزارت د یوه لیک په لېږلو سره د ملګروملتونو خپلواکې ارزونې ته ځواب ورکړ او په دې برخه کې یې له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د بندیزونو په تېره بیا د بانکي محدودیتونو لېرې کولو، د شتمنیو ازادېدو، د تعامل پیاوړتیا او د اختلافي مواردو حل ته لومړیتوب ورکړل شي.

د ډسمبر په یوولسمه د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو غونډه د سویس په کوربتوب د تړلو دروازو تر شا جوړه شوه او په دې غونډه کې چې له افغانستانه هم یو شمېر ښځې وربلل شوې وي، د افغانستان پر مسایلو او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي سینیرلي اوغلو پر خپلواکې اروزنې بحث وشو.

په ۲۰۲۳ زیږدیز کال کې په بېلابېلو هېوادونو کې د اسلامي امارت څو کونسلګرۍ پرانیستل شوې.

د فبروري په ۲۸مه د اسلامي امارت ډيپلوماټانو د ترکیې په استانبول کې د افغانستان په کونسلګرۍ کې خپل کار پېل کړ، د فبروي په ۲۷مه په تهران کې د افغانسان سفارت په رسمي توګه د اسلامي امارت ډيپلوماټانو ته وسپارل شو.

د نوامبر په ۲۴مه په نوي ډيلي کې د افغاستان سفارت په دایمي توګه د خپل فعالیت د درېدو خبر ورکړ او د خپلو فعالیتونو د درېدو لامل یې د ورسپارل کېدو لپاره د هند د دولت او اسلامي امارت فشار بللی و.

خو له ۱۳ ورځو وروسته د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوې خبري غونډه کې وویل چې په هند کې د افغانستان سفارت خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند ارېندام باغچي د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په ۷مه په یوې خبري ناسته کې ویلي:«په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت او حیدراباد او ممبي ښارونو کې د افغانستان کونسلګرۍ فعالیت لري.»

بل خوا، په دې کال کې اسلامي د اسلامي امارت سیاسي مخالفینو هم د اسلامي امارت له استازي پرته د نړۍ په څو هېوادوونو کې غونډې وکړي.

د ۲۰۲۳ کال د نومبر په ۲۳مه افغانستان د تېر او راتلونکي تر منځ غونډه، د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په ۴مه په اتریش کې د ویانا غونډه، دغه غونډې د اسلامي امارت له غبرګونونو سره هم مخ شوې.

د بهرنیو چارو او دفاع وزارت د سرپرستانو په ګډون د اسلامي امارت جګپوړو چارواکو وویل چې دا ډول غونډې د اوسني نظام د کمزوري کولو لپاره جوړېږي.

د هېواد د اساسي قانون نشتوالی په هېواد کې یوه بله ننګونه وه، که څه هم اسلامي امارت ډاډ ورکوي چې د اساسي قانون پر جوړېدو کار روان دی، خو د څه باندې دوه نیمو کلونو په تېرېدو سره یې کار پای ته نه‌دی رسېدلی.

 د اسلامي امارت ویاند د ۲۰۲۳ کال د  سپټمبر په اوولسمه طلوع‌نیوز ته وویل چې د اساسي قانون له تصویب وروسته به رسمي کابینه اعلان شي.

په دې کال کې د نورو کلونو پر خلاف د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې. د ټي ټي پي مسئله او سرحدي اختلافونه هغه مسایل وو، چې د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا لامل شول. هغه مسایل چې پاکستان یې په مقابل کې له دغه هېواده افغان کډوال وایستل.

د  ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په ۲۹مه په افغانستان کې د قزاقستان سفیر له امیرخان متقي سره په کتنه کې د دغه هېواد له تور نوملړه د اسلامي امارت د چارواکو د نومونو د لېرې کېدو خبر ورکړ.
د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند د مرستیال په وینا، علي خان یاسین ګیلدییف له امیرخان متقي سره په کتنه کې ویلي چې دا پرېکړه د دغه هېواد د سترې محکمې له لوري شوې او قزاقستان غواړي چې له افغانستان سره خپلې سوداګریزې او سیاسي اړیکې پراخې کړي.

له دې سره هم‌مهاله، امیرخان متقي ټينګار کړی چې د قزاقستان له لوري د بندیزونو لېرې کېدل د دواړو هېوادونو په ګټه تمامېږي.

دوه زرو درویشتم کال په داسې حال کې پای ته رسېږی، چې د اسلامي امارت کابینه تر اوسه سرپرسته ده او د درې رنګه بېرغ او د اساسي قانون برخلیک څرګند نه‌دی، وبه لیدل شي چې په راتلونکي کال کې به د دغو مسایلو برخلیک څه وي.

شریک یي کړئ