Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مولانا فضل‌الرحمن: ښايي راتلوونکې اوونۍ کابل ته ولاړ شم

د پاکستان د جمعیت علما ګوند مشر وایي چې، د کابل او اسلام اباد ترمنځ د باور فضا رامنځته کولو په موخه به راتلونکې اوونۍ کابل ته سفر وکړي.

مولانا فضل الرحمن د دواړو ملتونو ترمنځ پر ورورګلوۍ د ټینګار تر څنګ وایي چې د دواړو هېوادونو ثبات له یو بل سره تړاو لري.

وروسته له هغې چې پاکستاني رسنیو کابل ته د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند د مشر د سفر خبر ورکړ، اوس د دغه ګوند مشر د خپلو پلویانو په یوه غونډه کې وايي، له ټاکنیزو جنجالونو له خلاصېدو سره سم به راتلونکې اونۍ کابل ته سفر وکړي.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن وايي:«شاید راتلونکې اوونۍ افغانستان ته ولاړ شم، د همدغې مسئلې د حل لپاره چې تاسې یې پوښتنه وکړه. موږ دوه دوست او وروڼه هېوادونه یو. زموږ قوم، مذهب او کلتور یو دی. موږ په هغه کچه له یو بل سره نږدې یو چې د نړۍ هېڅ بل هېواد به نه‌وي، نو اړتیا ده چې زموږ ترمنځ باور موجود وي، د افغانستان ټيکاو په پاکستان پورې اړه لري او د پاکستان ټيکاو په افغانستان پورې تړلی دی.»

تر دې مخکې، پاکستانۍ اکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې د سرچینو له قوله لیکلي و چې د دغه ګوند مشر د ټي‌ټي‌پي په تړاو د خبرو او د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ترینګلتیاو د پای ته رسولو په موخه دغه سفر کوي.

خو پوښتنه دا ده چې د مولانا فضل‌الرحمن سفر به د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو په ښه‌والي کې څومره اغېزناک وي.

د سیاسي چارو شنوونکی معین ګل څمکنی په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«که‌چېرې هغه (مولانا فضل‌الرحمن) راشي، ښايي په ځینو نورو مسایلو خبرې وکړي؛ خو پاکستان له ټي‌ټي‌پي سره جوړجاړي ته نه کېني.»

د سیاسي چارو بل شنوونکی نجیب‌الرحمن هم څرګندوي:«مولانا فضل‌الرحمن کوم جګپوړی پاکستانی چارواکی نه‌دی چې د اړیکو د ښه‌والي لامل شي؛ خو د مذهبي او پر ټي‌ټي‌پي د نفوذ لرونکي مشر په توګه، د ټي‌ټي‌پي او د پاکستان د راتلوونکي حکومت ترمنځ د اړیکو د ښه‌والي لپاره خپلې هڅې وکړي.»

دا د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته کابل ته د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند د مشر لومړی سفر دی.

شریک یي کړئ