امریکا وایي د افغانستان په اړه د ملګروملتونو امنیت شورا د وروستي پریکړه لیک ملاتړ کوي.
اسلامي امارت بیا وایي نړۍ تر هغې د افغانستان له حکومت غوښتنې نه شي مطرح کولی چې په رسمیت یې نه وي پیژندلی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په دې اړه ویلي، دغه پریکړه لیک د دې ښکارندوي کوي چې امنیت شورا له هغه بهیره ملاتړ کوي چې پر بنسټ یې افغانستان یوازې د خپلو ژمنو په عملي کولو سره له نړۍوالې ټولنې سره یو ځای کیږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر و ویل: «موږ فکر کوو چې دغه پریکړه لیک طالبانو، افغانانو او نړۍ ته یو ښکاره پیغام لېږدوي او ددې ښکارندوي کوي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له داسې یوه بهیره ملاتړ کوي چې پر بنسټ یې افغانستان یوازې د خپلو ژمنو په عملي کولو له نړۍوالې ټولنې سره یوځای کېدای شي.»
اخوا، اسلامي امارت وايي نړۍ باید لومړی سرپرست حکومت په رسمیت وپیژني او له هغې وروسته دې خپلې غوښتنې مطرح کړي چې له ډيپلوماټیکو لارو حل شي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد و ویل: «هغه مکلفیتونه چې ملګري ملتونه د افغانستان پر وړاندې لري له بده مرغه چې تر دې دمه یې نه دي ترسره کړي، هغوی باید لومړی خپل مکلفیتونه ترسره کړي، اسلامي امارت د نړۍوالې ټولنې د یوې برخې په توګه ومني او د اسلامي امارت حقونه ورکړي او بیا د خپلو غوښتنو په اړه وغږیږي اوس به له وخت مخکې وي. د ځانګړي استازي ټاکل هم غیر ضروری دی او اړتیا ورته نه لیدل کیږي.»
د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا، د نړۍ او اسلامي امارت ترمنځ د ښه تعامل رامنځته کېدو لپاره د دواړو لورو د غوښتنو منل له بنسټیزو شرطونو بولي.
د نړۍوالو چارو شنونکي واحد فقیري طلوع نیوز ته و ویل: «د دې انزوا د ختمولو لپاره یوازینۍ سمه لاره دا ده چې اسلامي امارت د نړۍوالې ټولې هغه څلور پنځه یاد کړي موارد ومني.»
تر دې مخکې د دغه سازمان د سرمنشي د ځانګړي همغږي کوونکي د وړانديزونو په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پريکړه ليک په ۱۳ مثبتو او دوو ممتنع رايو سره تصويب شو.
د دغه پرېکړه لیک پر بنسټ، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په ګډون د سینیرلي اوغلو د راپور پر وړاندیزونو هوکړه کړې ده.