Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ملا محمد شیرین اخند او جلیل عباس جیلاني ترمنځ لیدنه؛ پر تعامل خبرې شوي

د کندهار ولایت سرپرست اسلام اباد ته د سفر پرمهال د پاکستان د لنډ مهالي حکومت د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د تعامل په اړه خبرې کړي دي.

د پاکستان لنډمهالي بهرنیو چارو وزیر، جلیل عباس جیلاني په دغه کتنه له اسلامي امارت سره د ګټور دوه اړخیز تعامل پر دوام ټینګار کړی دی.

هغه ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ لپاره د اسانتیاو د برابرولو په موخه د ټولو ظرفیتونو د کارولو هڅې روانې دي.

د پاکستان ازاد خبریال طاهر خان طلوع نیوز ته و ویل: «د دواړو هېوادونو اندېښنې شته دي، پاکستان د اسلامي امارت ادعا نه مني او اسلامي امارت بیا د پاکستان خبره نه مني. د دریځونو یو ټکر شته خو بیا هم چې کله لیدنې کیږي پر مسایلو به خبرې کیږي او حل لارې یې هم ورته پیدا کیږي.»

د سیاسي چارو شنونکي محمد اجمل زرمتي و ویل: «اسلامي امارت هڅه کوي چې له غیرفعالې ډیپلوماسۍ څخه و وځي او فعالې ډیپلوماسۍ ته د ننه شي نو ځکه یې د ملا شیرین په مشرۍ چې د اسلامي امارت امیر ته نږدې کس دی یو پلاوی اسلام اباد ته واستوي.»

د اسلامي امارت ویاند وايي، د کندهار ولایت سرپرست شیرین اخند د یوه پلاوي په مشرۍ د دواړو هېوادونو د سرغړونو د ګډې کمیټې په شپږمه غونډه کې ګډون کړی چې د ډیورنډ فرضي کرښې په شاوخوا کې د تخطیو ، په بندرونو کې د سوداګرو لپاره د اسانتیاو د برابرېدو او د کډوالو او ناروغانو لپاره د اسانتیاو د برابرېدو په تړاو جوړه شوې.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد و ویل: «د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو که که چیرته تخطۍ کیږي هغه ثبتیږي او په دغو غونډو کې بیا پر خبرې کیږي ترڅو له تکرار یې مخه ونیول شي. دویم دا چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو په لیږد کې ستونزې نه وي موجودې او درېیمه هم د کډوالو موضوع ده.»

ښاغلی مجاهد زیاتوي، دغه پلاوی د مشخصو موضوعاتو لپاره اسلام اباد ته تللی او د اړتیا په صورت کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترینګلتیاو د حل په موخه نور پلاوي هم واستول شي.

ملا شیرین اخند داسې مهال پاکستان ته سفر کوي چې په پام کې ده راتلونکې اونۍ د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر، مولانا فضل الرحمن د يوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راشي او د اسلامي امارت له چارواکو سره خبرې وکړي.

شریک یي کړئ