Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ا.ا ټينګار؛ نیونې د قوانینو پر بنسټ کېږي

اسلامي امارت په هېواد کې خپل‌سرې نیونې ردوي او وايي چې نیونې د قوانینو له مخې او د عامه نظم او د عامه ارزښتونو د ساتنې لپاره کېږي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«هېڅ بنسټ، هېڅ هېواد او هېڅوک حق نه‌لري چې ووايي ولې نیول شوي یا ولې نیول کېږي. په هر صورت لومړی موږ دا نه تاییدوو چې په افغانستان کې خپل‌سرې نیونې شتون‌لري او دویمه دا چې که‌چېرې په کوم ځای کې نیونه کېږي هغه د قوانینو پر بنسټ دي.»

له دې مخکې د بښنې نړۍوال سازمان د هغو ښځو پر نیول کېدو اندېښنه څرګنده کړې چې «په افغانستان کې د حجاب د نه مراعتولو له امله نیول شوي دي.

په سوېلي اسيا کې د بښنې نړۍوال سازمان سيمه‌ييز دفتر پر اېکس پاڼه لیکلي دي، چې دغه محدودیتونه باید ژر تر ژره ودرول شوي او نیول شوې ښځې او نجونې خوشې شي.

د بنښنې نړۍوال سازمان لیکلي:«د طالبانو لخوا د ښځو ځپل او خپل‌سرې نیونې په افغانستان کې د ښځو د حرکت او بیان له ازادۍ بله سرغړونه ده. دا ځپنه باید ژر تر ژره ودرول شي او نیول شوې ښځې او نجونې خوشې شي.»

بلخوا، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست پر دې باور دی چې په اوسني حکومت کې د خلکو ترمنځ فکري امنیت او ارامتیا نشته.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق لیکلي:«د ښځو درناوی او ناموس ساتنه تل د افغانانو د کلتور یوه برخه او یو اسلامي ارزښت او لارښوونه ده. دا درناوی او کلتور په هېڅ حکومت کې تر پښو لاندې نه‌دی شوی.»

د ښځو د حقونو فعاله فروزان داوود زۍ طلوع‌نیوز ته وايي:«موږ کولای شو چې د خبرتیا او پوهاوي پروګرامونو، د ښوونیوز پروګرامونو له له لارې ټولنه اصلاح کړو او دا د دې لامل کېږي چې د یوې ټولنې وګړي په خپله د اسلام او د اسلامي حجاب په لور لېواله شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې چهارشنبې په ورځ هم یو شمېر ښځې د حجاب نه‌مراعتولو له امله د اسلامي امارت لخوا نیول شوې دي.

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي استازي هم له سرپرست حکومته غوښتي و هغه ښځې چې د حجاب نه‌مراعتولو په تور نیول شوې دي ژر تر ژره خوشې کړي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه