Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ا.ا: د فریدون سینېرلي اوغلو کارکړنې تر یوه بریده د قناعت وړ دي

اسلامي امارت د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینېرلي اوغلو له کارکړنو د خوښۍ په څرګندولو سره وایي چې نوموړي تر یو بریده د افغانستان واقعیتونه نړۍ ته ښکاره کړي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد دغه راز له اسلامي امارت سره د ماموریت پر مهال د فریدون سینېرلي اوغلو اړیکې ښې ګڼي.

ذبیح الله مجاهد په دې هکله وايي:«هغوی تراوسه ښه رول لوبولی دی، ځکه تر ډېره واقعبین و، موږ د دې ستاینه کوو او هڅه دې وشي چې په خپله او یا کوم بل کس یې پر ځای راځي واقعبین وي او د افغانستان واقعیتونونه په سمه توګه انعکاس کړي چې وکړای شي هغه ستونزې او ابهامات چې شتون لري له منځه یوسي.»

له نړۍوالې ټولنې سره د افغانستان د ادغام په اړه د خپلواکې ارزونې ترسره کېدل په افغانستان کې د ماموریت پر مهال د سینېرلي اوغلو له کارکړنو څخه دي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له‌مخې، د افغانستان په تړاو د ځانګړو استازو د غونډې د جوړولو لپاره د فریدون سینېرلي اوغلو ماموریت د روان کال تر فبرورۍ میاشتې غځول شوی دی.

د نړۍوالو چارو ځينې شنوونکي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي همغږي کوونکي رول اغېزناک ګڼي.

د نړۍوالو اړیکو کارپوه سنګر امیرزاده طلوع‌نیوز ته وايي:«د سینېرلي اوغلو ماموریت ډېر ښه ماموریت دی؛ خو یو بشپړ ماموریت نه‌دی باید جدیت پیدا کړي په ځانګړې توګه د ټولو افغانانو ترمنځ د خبرو اترو لپاره یوه دروازه پرانیستل شي.»

د نړۍوالو اړیکو بل کارپوه بلال فاطمي هم څرګندوي:«د هغه دنده د ستونزو پېژندنه او حل لارې وې او د ځانګړي استازي دنده چې د دوو میاشتو په لړ کې به تعیین شي د دغې نقشې لارې تطبیق دی.»

فریدون سینېرلي اوغلو د ۲۰۲۳ کال په اپرېل میاشت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي همغږي کوونکي په توګه خپل ماموریت پېل کړ او د افغانستان په ګډون د سیمې او نړۍ د ځینو هېوادونو له چارواکو سره تر کتنو وروسته د افغانستان د وضعیت او همداراز له نړۍوالې ټولنې سره د بیا یو ځایېدو په تړاو یوه خپلواکه ارزونه ترسره او ملګرو ملتونو ته یې وړاندې کړه.

شریک یي کړئ