Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

روان زیږدیز کال کې د افغانستان له نیمايي زیات نفوذ بشري مرستو ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا په خپل تازه راپور کې ویلي چې په روان زیږدیز کال کې د افغانستان څه باندې نیمايي نفوذ له ځنډ پرته بشري مرستو ته اړتیا لري.

اوچا همدارنګه زیاته کړې چې په دغه هېواد کې ۲۳٫۷ مېلیون تنو ته د مرستې رسونې لپاره ۳٫۶ مېلیارد ډالرو ته اړتیا ده.

د ملګرو متلونو سازمان د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په راپور کې راغلي:«نږدې نیمایي افغانان په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي، چې د بې وزلۍ کچه په ځانګړې توګه د دغه هېواد په خلکو کې لوړه ده. سره له دې چې په ۲۰۲۳ کال کې د اقتصادي ثبات کچه ټيټه وه، په افغانستان کې ۶۵ سلنه کورنیو لویې اقتصادي ستونزې تجربه کړې دي.»

ورته مهال ځينې هېوادوال له بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ سرټکوي.‌

۵۵ کلنه عَلم بي بي له سهاره تر ماښامه د پلازمېنې په واټونو کې د کثافاتو له منځه او د سړکونو له غاړو کاغذونه او وسپنیز بوتلونه راټولوي.

هغه وايي چې کله ناکله خپلې لس کسیزې کورنۍ ته د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره د سړکونو پر غاړه کینې او خلکو ته د سوال لاس اوږدوي.

اړمنه علم بي‌بي په دې هکله وايي:«ځينې را ته لس افغانۍ راکوي او ځينې هم پنځه افغانۍ، یو زوی مې لېونی دی او بل کوچنی دی، خاوند مې عمر خوړلی دی او زه له سهاره تر ماښامه په ښار کې د کاغذونو په راټولولو پسې ګرځم.»

کارګر عبدالواسع هم وویل:«له دولته زموږ غوښتنه دا ده، چې موږ ته کاري زمینه برابره کړي چې له دغو ستونزو او بې‌وزلۍ څخه ووځوو، زما په څېر په زرګونه نور ځوانان هم دي.»

بلخوا، د اقتصاد وزارت وايي چې په هېواد کې له اقتصادي بې وزلۍ سره د مبارزې لپاره اوږد مهالي او لنډ مهالي پلانونه لري.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب څرګندوي:«په بېلابېلو سکټورونو کې پر ملي پروګرامونو چې د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو، په تدریجي توګه د بې‌وزلۍ د کموالي او د اقتصادي ثبات لامل کېږي، د اقتصاد وزارت د پاملرنې په چورلیز کې دي.»

تر دې وړاندې د خوړو نړۍوال پروګرام په یوه راپور کې ویلي وو، چې له ۲۰۲۱ کال وروسته په افغانستان کې د کورنیو اقتصادي وضعیت خراب شوی او په دې لړ کې هغه ښځې چې د کورنۍ سرپرستي کوي له ډېر اقتصادي زیان سره مخ شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه