Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اسلامي امارت د ښځو حجاب په اړه د یوناما اندېښنې «بې ځایه» بللي

سرپرست حکومت د نجونو او ښځو د نیولو په تړاو د افغانستان لپاره ملګرو ملتونو د ځانګړې استازولۍ یا یوناما تازه راپور بې بنسټه وباله.

د اسلامي امارت ویاند دغې اعلامیې ته غبرګون سره ویلي یې دي چې د نجونو د نیول کېدو په تړاو د یوناما اندېښنه بې ځایه ده.

د اسلامي امارت ویاند  ذبیح الله مجاهد لیکلي: « د یوناما اندېښنې هم پر ځای نه وې ځکه هېڅ نېونه نه ده شوې. یوه وړه پېښه چې سپارښتنه وه او د یو یا دوو ساعتونو لپاره شوې وه. نور معمولا نور سوالګرې ښځې له واټونو څخه راټولیږي چې په بهیر کې یې هغه بایومټریک کیږي او څېړنه کیږي. هغه بهیر یې هم له بده مرغه په دې پلمه چې ګني نجونې نیول کیږي تعبیر کړې او پروپاګند دي چې واقعیت نه لري.»

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ بیا پخپل تازه راپور کې د هغه څه له امله چې د اسلامي امارت له لوري یې د نجونو او ښځو خپل سره نیول یاد کړي، اندېښنه ښودلې ده.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند په یوه خبري غونډه کې ویلي، یوناما د نجونو پر وړاندې د ناقانونه چلند د تورونو په تړاو څېړنه کوي.

ګرافیک : د ښځو د نیولو په تړاو د یوناما د اعلامیې یوه برخه کې راغلي: « له نیونو سره ډير لوی شرم پیښیږي، چې افغان ښځې له لا زیات ګواښ سره مخ کوي او او د دې لامل کیږي چې عمومي باور له منځه ولاړ شي.»

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان دوجاریک و ویل: « نن په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ د طالبانو له خوا د حجاب د قوانینو د نه مراعتولو له امله د ښځو او نجونو د وروستیو خپل سرو نیونو په تړاو خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړه. یوناما د ناوړه چلند او د ناقانونه نیونو تورونه څیړي او له طالبانو سره یې شریکوي.»

د ښځو د حقونو چارو فعالې تفسیر سیاه پوش داسې څرګنده کړه: «نن کې د افغانستان په ټولنه کې د ښځو ونډه په پام کې نه نیول کیږي موږ ویلي چې د هېواد اقتصاد او سیاست ته یې ضرر رسیږي.»

تر دې مخکې بیلابیلو هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو هم په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په تړاو اندېښنې څرګندې کړي خو اسلامي امارت تل ټینګار کړی چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو حقونه د اسلامي قوانینو په رڼا کې خوندي دي او نور هېوادونه باید د افغانستان په کورنیو مسایلو کې لاسوهنه و نه کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه