Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

شکېب: ا.ا د ښه نیت له کبله منځګړیتوب کړی؛ خو ټي‌ټي‌پي ته یې ځای نه‌دی ورکړی

په پاکستان کې د افغانستان سفارت چارسمبالی سردار احمد شکېب له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه وایي چې د پاکستان او ټي ټي پي ترمنځ د اسلامي امارت منځګړیتوب په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک ته د ځای ورکولو په معنا نه‌دی.

ښاغلي شکېب په دغې مرکه کې وايي چې اسلامي امارت هېڅ وسله‌والې ډلې ته د افغان خاورې د کارولو اجازه نه‌ورکوي.

نوموړی دغه راز د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د ستونزو لامل هم د پاکستان سیاستونه ګڼي.
                    
په پاکستان کې د افغانستان د سفارت چارسمبالی وايي:«منځګړیتوب هر څوک کولای شي او د هر چا تر منځ کېدلی شي، د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ خبرې وشوې، قطر یې منځګړیتوب وکړ، دا کېدای شي، بله دا ده چې د سیمې خلک نږدې یې راغوښتلی شئ،یو ځای یې کېنلوی شئ، منځګړیتوب د خیر کار دی، هر څوک او هر هېواد یې کولای شي. او د خیر په نیت باندې شوی دی او دا په دې معنا نه‌ده چې موږ د چا په چارو کې لاسوهنه کوو او یا د هغوی پالنه کوو او یا یې ساتو داسې نه‌ده شوې.»

ښاغلی شکېب د خپلو خبرو په یوه برخه کې وایي، چې اسلامي امارت هېڅ ډلې ته د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د خاورې د کارولو اجازه نه ورکوي.
         
سردار احمد شکیب څرګندوي:«دوی ته تل موږ دا ویلي یو خو هغه خلک له مخکې موجود وو، په افغانستان کې اوس نه‌دي پيدا شوي او بل څوک چې دلته اوسېږي، یوازې هغه کسان کېدای شي چې د یوه کډوال په توګه اوسېدلي وي او په کومو سیمو کې چې د دوی عملیات شوي دي د هغه په پایله کې دې خوا ته راغلي دي. اوس که‌چېرته یو کس اوسېږي، اسلامي امارت چا ته اجازه نه‌ورکوي چې وسله‌وال دې دلته واسېږوي یا څوک دې ټرینګ مرکز ولري یا د بل چا په خلاف دې عملیات وکړي. دا نشته.»

د اسلامي امارت شارژدافیر زیاتوي، چې اسلامي امارت له خپلو ګاونډیانو سره ښې اړیکې غواړي او د اسلام اباد او کابل ترمنځ رامنځته شوې ستونزې د پاکستان د سیاستونو له امله دی.

هغه دغه راز زیاتوي چې د پاکستان ګیلې د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ او سوداګري زیانمنوي.
                    
په پاکستان کې د افغانستان د سفارت شارژدافیر وايي:«اوس کومې ستونزې چې رامنځته شوي دي هغه له بده مرغه د پاکستان ځينې شکایتونه دي چې له هغې امله نور اړخونه سوداګري وه، د خلکو راشه درشه یې اغېزمنه کړې ده.»

په دې مرکه کې ښاغلی شکېب زیاتوي، چې له پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر اوس‌مهال په عادي توګه روان دی او د نوموړي په باور ډېری کډوال په خپله خوښه هېواد ته راستنېږي.

شریک یي کړئ