د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف ویلي چې د هرات وروستۍ سترې زلزلې ۹۶ زره ماشومان زیانمن کړي دي.
یونیسف په دغه راپور کې د هغو ماشومانو لپاره چې د ژمي په موسم کې د زلزلې له امله د رامنځته شویو ننګونو له ګواښ سره مخ دي، د روغتیا پاملرنې، د پاکو اوبو د برابرولو او د روغتیايي خدمتونو د زیاتوالي غوښتنه کړې ده.
په افغانستان کې د یونېسف د اړیکو مسوول دنییل ټیمي و ویل: « موږ نشو کولای چې دلته د لنډمهالو ښوونیزو مرکزونو جوړولو ته دوام ورکړو ځکه د دوی لومړنیو اړتیاو ته د رسېدو لپاره لا زیاتې پانګونې ته اړتیا ده.»
بي بي ګل د هرات د زنده جان ولسوالۍ د سیاه آب کلي اوسېدونکې ده، چې له خپلو دوو ماشومانو سره په دغه لنډمهالي پنډغالي کې شپې ورځې تېروي.
هغه چې د ژمي په موسم کې خپلو دوو ماشومانو ته اندېښمنه ده له مرستندویه بنسټونو د همکارۍ غوښتنه کوي.
د زنده جان ولسوالۍ اوسېدونکې بي بي ګل و ویل: « موږ تمه لرو چې دولت زموږ کورونه زر جوړ کړي او موږ ته په ژمي کې د سون توکي راکړي.»
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف بیا پخپل تازه راپور کې د افغانستان په لویدیځ کې د ۹۶ زره زلزله ځپلو ماشومانو د وضعیت په تړاو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې هغوی په ژمي کې په جدي توګه مرستې ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان دوجارېک په دې اړه داسې و ویل: « د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق نن وویل چې په دې هېواد کې د درې میاشتې وړاندې د زلزلې له امله د اغېزمنو شویو ۹۶ زره ماشومانو د ژوندي پاتې کېدو په اړه اندېښنه لري. یونیسف په دغه هېواد کې د ژمي په سختو شرایطو کې د ماشومانو لپاره د لا زیاتو روغتیایي پاملرنې غوښتنه کړې ده. یونیسف مخکې هم د دغې زلزلې له قربانیانو سره د مرستې لپاره ډېر څه کړي ، خو په دې برخه کې لا ډېر کار ته اړتیا ده.»
د اقتصاد وزارت بیا وايي، له همکارو بنسټونو سره په همغږۍ هڅه کوي چې لا زیاتې مرستې را جلب کړي او د هرات زلزله ځپلو لپاره روغتیايي خدمتونه، سرپناه او ښوونیز خدمتونه چمتو کړي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري و ویل: « د اقتصاد وزارت له ګڼو اړوندو ادارو سره په ګډه هڅه کوي چي د هرات زلزله ځپلو لپاره د سرپناه، زده کړو او نړۍوالو مرستو د جلب برخو کې د هغوی ملاتړ وکړي.»
یونېسف په دغه راپور کې ټينګار کړی چې د ویجاړو شویو ټولګیو د بیارغونې کار به ژر تر ژره پیل شي.
دغه بنسټ زیاتوي، د زلزله ځپلو ماشومانو لپاره یې ۶۱ لنډمهالي ښوونیز مرکزونه چمتو کړي چې نږدې درې زره ۴۰۰ ماشومان چې تر نیمایي زیاتې یې نجونې دي، پکې خپلې لومړنۍ زده کړې وکړي.