Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سراج‌الدین حقاني: نړۍوالو غونډو او بنسټونو کې دې د افغانانو غړیتوب ورکړل شي

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د استازولۍ له چارسمبالې رافایلا ایودیس سره په لیدنه کې د نورو مسایلو ترڅنګ راتلونکې میاشت کې په دوحه کې د افغانستان په تړاو جوړېدونکې غونډې هم خبرې کړې دي.

ښاغلي حقاني په دغه لیدنه کې ویلي چې د مسایلو د ښه حل په موخه باید اسلامي امارت ته په نړۍوالو غونډو او بنسټونو کې باید خپل غړیتوب ورکړل شي، ترڅو افغانان هلته خپله واقعي استازولي ولري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په دې هکله وايي:«له نړۍ سره د افغانستان د ډېر تعامل لپاره اړتیا ده چې په سترو نړۍوالو بنسټونو کې خپل غړیتوب ولري او هیله کېږي په نږدې تفاهم کې دې حل شي.»

عبدالمتین قانع، زیاتوي، ښاغلي حقاني، زیاته کړې، افغانستان له څو لسيزو بې ثباتۍ او ناخوالو وروسته په چټکۍ سره د سیاسي او اقتصادي ثبات په لور روان دی.

په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې چارسمبالې، د دې ټولنې په استازیتوب له اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو ډاډ ورکړی دی.

ورته مهال د سیاسي چارو ځينې شنوونکي بیا په نړۍوالو ناستو کې د اسلامي امارت د پلاوي شتون مهم بولي.

د سیاسي چارو شنوونکی ګل محمد محمدي طلوع‌نیوز ته وايي:«د دې لپاره چې غونډې اغېزمنې وي، لازمه ده چې په دغو غونډو کې د اسلامي امارت واک لرونکی استازی حضور ولري، که‌چېرې پرېکړه کېږي او نیوکه کېږي، د اسلامي امارت د استازي له خوا ځواب ورکړل شي.»

د سیاسي چارو شنوونکی طارق فرهادي هم څرګندوي:«که‌چېرې د نړۍوالو مرستو په هکله په یوې غونډه کې د کابل یو استازی وي، دا بسندویه نه‌ده. په افغانستان کې د حکومت له خوا عمده اصلاحاتو ته اړتیا ده، د دې لپاره چې په رسمیت وپېژندل شي.»

د کورنیو چارو وزارت سرپرست او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې چارسمبالې په داسې حال کې په دوحه کې د جوړېدونکې ناستې په اړه خبرې کوي، چې تېره میاشت هم قطر هېواد په افغانستان کې د ښځو د زده کړو تر سرلیک لاندې د ناستې کوربه و او په دې ناسته کې ګډونوالو د نجونو زده‌کړو ته پر پېښېدو ټینګار کړی و.

شریک یي کړئ