Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ځايي چارواکي: د کوچنیو نجونو د پلور په هکله د واشنګټن پوست راپور سم نه‌دی

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس احمدالله متقي په دغه ولایت کې د کوچنیو نجونو د پلور په تړاو راپورونه بې بنسټه ګڼي.

احمدالله متقي په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«دا راپور ردوو. ټول ماشومان له هغې ډلې نجونې دلته سرپرست لري. افغانستان اوس سرپرست او وارث پيدا کړی دی.»

دا په داسې حال کې ده، چې تازه واشنګټن پوسټ په یو راپور کې ویلي چې د هرات په ختیځ سبز ښارګوټي کې د بې وزلۍ او اقتصادي ستونزو له امله نږدې ۱۱۸ کوچنۍ نجونې د خپلو کورنیو له خوا پلورل شوې دي.

په دغه راپور کې همداراز راغلي، چې ۱۱۶نورې کم عمره نجونې هم د خپلو کورنیو له لوري پلور ته چمتو شوې دي.

ورته مهال د سبز ښارګوټي اوسېدونکي هم د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور بې بنسټه بولي او په خبره یې، دغه ښارګوټي کې تر اوسه هېڅ نجلۍ نه‌ده پلورل شوې.

د دوی په خبره، د نجلۍ پلور په افغاني فرهنګ او دود کې شرم دی او هېچا خپله لور نه‌ده پلورلې.

د سبز ښارګوټي اوسېدونکی نور علي طلوع‌نیوز ته وايي:«موږ په دغه ښارګوټي کې ژوند کوو؛ خو خپل بیچیان نه پلورو حتا که‌چېرې د سهار او شپې یوه نمړۍ ډوډۍ هم ونه‌لرو، دا کار نه‌کوو. دا خبر حقیقت نه‌لري.»

د دغه ښارګوټي بل اوسېدونکی نور احمد هم څرګندوي:«داسې هېڅ څه هم نه‌دي شوي چې چا دې خپل اولاد په لس او یا هم شل زره افغانۍ دلته او یا هم په کوم بل ولایت کې پلورلی وي.»

د دغه ښارګوټي اوسېدونکي وایي، د کم عمره نجونو ودول د دوی پخوانی دود دی. دوی وایي، ځینې کورنۍ خپلې کم عمره نجونې د پیسو په بدل کې کوژدن کوي، خو د واده مراسم یې د قانوني سن له پوره کېدو وروسته نیسي.

د هرات د سبز ښارګوټي اوسېدونکي نبي ګل وویل:«ښايي چې پلرونو خپلې دوه یا درې کلنې نجونې ګوژدنې کړې وي چې د کال لس یا شل زره افغانۍ راکړئ، تر هغې چې دغه نجلۍ غټه شي او د بلوغ سن ته ورسېږي، تر هغه وخته هم تاسې د هغې ولور خلاصوئ.»

د شمېرو له مخې، دا مهال څه باندې پنځه زره کورني بې‌ځایه شوي چې د هرات ښار ختیځ کې په دغه ښارګوټي کې ژوند کوي. دا بې‌ځایه شوي، وروستۍ یوه لسیزه کې د جګړو او وچکالیو له امله، له بادغیس، غور او فاریاب ولایتونو هرات ته کډه شوې دي.

د سبز ښارګوټي اوسېدونکي هم د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور بې بنسټه بولي او په خبره یې، دغه ښارګوټي کې تر اوسه هېڅ نجلۍ نه‌ده پلورل شوې.

شریک یي کړئ