Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پنجشیر کې د پاسپورټونو وېش له درکه ۵۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي

د پنجشیر د پاسپورټ مدیریت وایي چې د روان کال له پیله تر دې دمه پنجشیر ولایت کې لس زره پاسپورټونه وېشل شوي او له دې لارې ۵۵ میلیونه افغانۍ عواید را ټول شوي دي.

د پنجشیر سیمه‌ییز مسوولین د پاسپورت د وېش بهیر په برخه کې د آسانتیاوو خبره کوي.

د دوی په خبره، د روان کال له پیله تر دې دمه یې څه باندې لس زره پاسپورتونه وېشلي او له دې لارې یې ۵۵ میلیونه افغانۍ عواید را ټول کړي دي.

د پنجشیر امنیه قومندانۍ ویاند عابدالله فاروقي و ویل: «هېوادوالو ته تر دې دمه څه باندې لس زره جلده پاسپورټونه ویشل شوي دي چې له درکه یې د دولت بودجې ته ۵۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.»

د پنجشیر د پاسپورت مدیریت مرستیال محمد میلاد حنفي په دې اړه و ویل: « به آنلاین بهیر کې موږ ۱۵۰ تنه ونډه لرو او په آفلاین توګه یوازې ناروغانو ته پاسپورټونه ویشو.»

د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي له مسوولینو غواړي، چې پر آسانتیاوو سربېره، د پاسپورټونو د وېش شمېر زیات هم ډېر کړي.

د پنجشیر اوسېدونکی مسعود وایي: « زه دلته د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره راغلی یم، دلته هر څخه سم روان دي.»

د پنجشیر بل اوسېدونکي جمال الدین و ویل: « د پاسپورټ له عمومي ریاسته غواړو چې دغه بهیر چټک کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې وروستیو کې پلازمینه کابل کې د پاسپورت وېش په افلاین بڼه هم پیل شوی او تمه ده دا بهیر د هېواد نورو ولایتونو ته هم وغځول شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه