د ملګروملتونو د پراختیايي ادارې په تازه رپوټ کې راغلي چې په افغانستان کې ښځې او نجونې انساني ناورین او اقتصادي ځوړ زغمي.
په کابل کې د دغې ادارې استازي د دوه کلن راپور ورکړې په پروګرام کې ویلي، په افغانستان کې پر ښځو د لګول شویو محدیتونو له امله د دغه هېواد اقتصاد ته شاوخوا یو میلیارد ډالره تاوان رسېدلی دی.
د سټېفېن روډریګز په خبره، له ۱۱ سلنې ۶ سلنې ته د ښځو د کار راکمېدل په دغه هېواد کې د جنسیت د برابرۍ لپاره یو شاتګ دی.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې استازي، سټېفېن روډریګز و ویل؛ « دغه راپور چې، د ښځو پر حقونو لګول شویو محدودیتونو او د کاري ځواک مشارکت ته اشاره کوي، لا هم سخت اندېښمنونکی دی. په مطرح شویو اطلاعاتو کې دا یو واقعیت دی چې، په تېر یوه کال کې د ښځو کار له ۱۱ سلنې ۶ سلنې ته راکم شوی او دا د جنسیتي برابرۍ او ملي پراختیا لپاره یو شاتګ دی. موږ مخکې اټکل کړی وو چې، په اقتصاد کې د ښځو پر مشارکت لګول شویو محدودیتونو د دغه هېواد ناخالص تولید ته نږدې یو میلیارد ډالره تاوان رسولی دی.»
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې استازی زیاتوي، د امنیت او ټيکاو د ټينګښټ او همداراز د فساد او د نشه يي توکو د قاچاق د راکمېدو په ګډون په بېلابېلو نورو برخو کې پرمختګونه شوي؛ خو په اقتصاد برخه کې له هر لسو افغانانو ۷ تنه یې د خپلو لومړنیو اړتیاو د پوره کولو وس نه لري.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې استازي، سټېفېن روډریګز زیاته کړه: «دغه راپور یو تریخ واقعیت څرګندوي چې، له هرو لسو افغانانو ۷ تنه یې د ژوند د لومړنیو اړتیاو د پوره کولو وس نه لري. موږ باید د اقتصادي بیارغونې پر لور حرکت وکړو.»
په دې غونډه کې په کابل کې د چاپان د سفارت چارسمبالي له افغان ولسه د خپل هېواد له ملاتړه ډاډ ورکړ.
افغانستان کې د جاپان سفارت چارسبمالي، تاکایا تنماتو و ویل: «جاپان لېواله دی چې، د افغانانو د ژوند د ښه والي او پر ځان د بسیا کېدو لپاره د دوی ملاتړ ته دوام ورکړي.»
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې استازي همداراز په افغانستان کې د اقتصاد له پاشل کېدو د مخینوي لپاره د نړۍوالو مرستې مهمې بللي دي.