Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امریکا: پر افغان ښځو او نجونو لګیدلي محدودیتونه خواشینونکي دي

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د ښځو حقونو د سرغړونو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده.

د یاد وزارت ویاند ویلي، په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې ترسره شوې چارې خواشینونکي دي او په خبره یې چې واشنګټن هڅه کوي طالبان دې برخه کې ځواب ویلو ته چمتو کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتو مېلر و ویل: «موږ هغوی لیدلي چې، د نجونو او ښځو په اړه او همداراز په ټولنه کې د هغوی د ونډې په تړاو خواشینونکي چارې ترسره کوي. موږ به د مناسبو لارو له لارې د دغو کړنو په تړاو ځواب ورکړې ته د هغوی د چمتو کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړو.»

اسلامي امارت یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو او ښځو د حقونو په تړاو وايي، افغان ښځې د اسلامي قوانینو په چوکاټ کې له خپلو ټولو حقونو برخمنې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز سره خبرو کې و ویل: « د ښځو د نېول کېدو ادعاوې موږ مخکې هم رد کړي دي او بیا یې هم ردوو، هرڅوک او هر بنسټ چې دا ادعاوې کوي بې بنسټه دي.»

د ښځو حقونو فعالې فاضله سروش و ویل: « په خپله طالبان چې د افغانانو په توګه واک کوي، زموږ ترې  غوښتنه ده چې بشري ناورین ته پام وکړي ځکه افغانستان له سخت بشري ناورین سره مخ دی.»

زده کوونکې نجیلا و ویل: « دا درېیم کال دی چې موږ بې برخلیکه پاتې کېږو، زموږ غوښتنه دا ده چې ښوونځي دې پرانیستل شي.»

تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما په یوې اعلامیې کې ادعا کړې وه چې د اسلامي امارت له لوري د ښځو او نجونو نېول کېدل خپل سري دي خو اسلامي امارت بیا دغه مساله بې بنسټه ګڼي.

شریک یي کړئ