Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مولوي عبدالکبیر: له نړۍ سره پراخ تعامل د ا.ا رسمیت پېژندنې په مانا دی

د رییس الوزرا سیاسي مرستیال ویلي، که څه هم په رسمي ډول یې نه اعلانوي خو به خبره یې چې نړۍ د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت پېژني.

مولوي عبدالکبیر چې د احسن العلوم مدرسې په فراغت غونډه کې خبرې کولې ویلي، اسلامي امارت د خپل متوازن سیاست له امله له ټولو هېوادونو سره ښې سیاسي او اقتصادي اړیکې پالي.

د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر و ویل: «د نړۍ د هېوادونو سفارتونه دلته پرانیستي دي او سوداګري مو هم له نړۍ سره پرانیستې ده، راکړه ورکړه شته نو دا عملآ داسې ده لکه نړۍ چې موږ په رسمیت پېژندلي یو  که څه هم د خولې څخه یې خبره نه ده راوتلې.»

مولوي کبیر زیاتوي چې د نړۍ له هېوادونو سره د اسلامي امارت تعامل دوام لري او اوس مهال په افغانستان کې د ۱۷ هېوادونو استازولۍ فعالې دي.

د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر و ویل: « اسلامي امارت د خپلې سالمې او متوازنې پالیسۍ په پایله کې له اسلامي او غیر اسلامي نړۍ سره په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو سره حسنه اړیکې لري او دا مهال په ۱۷ هېوادونو کې د اسلامي امارت سیاسي استازولۍ پرانیستې دي.»

د نړۍوالو چارو شنونکی واحد فقیري وایي: « زه فکر کوم چې دا عمده مسایل دي چې نړۍ یې له اسلامي امارته غواړي، امارت باید ځان خطا نه باسي، ځان و نه  غولوي او نه هم افغانان وغولوي.»

تر دې مخکې د سیمې او نړۍ هېوادونو ویلي ، څو چې طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه وي چې کړی په رسمیت به و نه پیژندل شي.

د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغان خاورې نه کارېدل، بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی او د نجونو زده کړې هغه بنسټیز شرطونه دي چې د نړۍوالو له لوري د اسلامي امارت د رسمیت پیژندنې لپاره ايښودل شوي دي.

مولوي عبدالکبیر زیاتوي چې د نړۍ له هېوادونو سره د اسلامي امارت تعامل دوام لري او اوس مهال په افغانستان کې د ۱۷ هېوادونو استازولۍ فعالې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه