Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پوهنې وزارت: ښوونیز نصاب کې بدلون د عصري علومو څنډه کولو په مانا نه دی

د پوهنې وزارت وايي، پر ښوونیز نصاب بیاکتنه په هیڅ صورت د عصري علومو د څنډې ته کولو په مانا نه ده.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا اقدام د سمون بهیر دوام دی چې له تېرو څو کلونو راهیسې د ښوونیز نصاب د بډاینې په موخه پیل شوی او په راتلونکي کې به هم د نړۍ د عصري علومو د پرمختګ پر بنسټ دوام وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، اوسنۍ ښوونیز نصاب د عصري علومو له وروستیو لاسته راوړنو د کارولو په موخه جوړ شوی دی.

د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي: «دغه اصلاحات په هیڅ صورت له ښوونیز نصابه د عصري علومو څنډې ته کولو په مانا نه دي، بلکې دغه ښوونیز نصاب د عصري علومو له وروستیو لاسته راوړنو د استفادې په صورت کې جوړ شوی دی. له بل لوري یاد اصلاحات د هغه لړۍ دوام دی، چې د منظم ښوونیز نصاب د رامنځ ته کېدلو سره سم د لا بډایه کولو لپاره رامنځته شوی و.»

اخوا، د پوهنتون ځينې استادان او زده کوونکي بیا د ښوونکو پر ظرفیت لوړونې هم ټينګار کوي.

د پوهنتون استاد وسیم وصال په دې اړه و ویل: « مهمه دا ده چې به ښوونیز نصاب کې معاصر علوم هم ځای پر ځای شي، او د افغانستان د ټولنې کلتور هم پکې ځای ولري.»

ځینې نور بیا له حکومت څخه غواړي چې د نجونو پر مخ دې پاتې ښوونځي او پوهنتونونه هم پرانیزي.

د پوهنتون استاد جاوید مومند په دې اړه و ویل: « د زده کړو برخه کې باید هېڅ پلمه د دې بهیر مخه ډب نه کړي نو زه د دې پلوي یم چې دا نصاب زر تر زره بشپړ شي او راتلونکی کال چې بیا نوی ښوونیز کال پیلیږي موږ په پاتې ټولګیو کې هم خپلې خویندې ووینو.»

زده کوونکي محمد شفیق و ویل: « له حکومت څخه زموږ غوښتنه دا ده چې موږ ته تجربه لروونکي ښوونکي په دندو وګماري چې زموږ راتلونکی روښانه شي.»

پوهنې وزارت همدا راز زیاته کړې ده چې د دغه وزارت تخنیکي کمیټې ته لارښوونه شوې چې د دیني مدرسو د نصاب په منځپانګه کې د اصلاحاتو په موخه له وروستیو علمي او ټکنالوژیکي لاس ته راوړنو کار واخلي.

شریک یي کړئ