د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي، هغه الوتکه چې پرون ماښام (شنبې) بدخشان ولایت کې نادرکه شوې وه د کوف آب ولسوالی د ارز کوه سیمه کې پيدا شوې چې پېلوټ یې د افغانستان اسلامي امارت څېړونکې ډلې لخوا پيدا شوی او ژوندی دی.
دغه وزارت پر خپله اېکس پاڼه د پیلوټ له قوله لیکلي، چې په الوتکه کې له شته کسانو څلور تنه ژوندي پاتې دي؛ خو د درېیو نورو کسانو د موندلو په پار هڅې کوي.
تر دې وړاندې یاد وزارت ویلي و، چې دغه الوتکه کې ټولټال شپږ کسان سپاره وو، چې له هندوستان څخه د ازبیکستان پلازمېنې تاشکند پر لور روانه وه.
په دې اړه مو اندونه