له پاکستان را ایستل شوي افغانان چې اوس د کابل په بېلابېلو څنډو کې مېشت دي وایي، د ژمي په رارسېدو سره یې ورځنۍ ژوند له کړاوونو ډک شوی دی.
دو ی وایي له پاکستانه تش لاس را ایستل شوي دي او له حکومت او مرستندویه بنسټونو یې غوښتي چې دوی سره دې د سرپناه چمتو کولو برخه کې مرستې وشي.
له پاکستان ایستل شوی محمد رسول د خپل نوي ژوند کیسه داسې کوي: « حکومت باید له موږ سره مرسته وکړي، ځمکې راکړي او سرپناه راته جوړه کړي او موږ سره نورې مرستې وکړي.»
په ورته وخت کې یو شمېر نور له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال هم له چارواکو غواړي، چې دوی ته باید لا ډېر پام وشي.
دوی وايي، مالونه يې ټول په پاکستان کې پاتې دي او په خالي لاس هېواد ته راستانه شوي دي.
له پاکستانه بل ایستل شوي حکیم خان د طلوع نیوز خبریال ته و ویل: « داسې ظلمونه شروع وو، چې سړی به یې پر سړک وینوه او بېرته به یې افغانستان ته راستون کړ او کور به یې همالته پاتې شو.»
له پاکستانه ایستل شوي عبدالقیوم داسې و ویل: « موږ غواړو چې داسې روزګار راته برابر شي چې موږ خپل کار وکړو او له سوال څخه ورباندې بچ شو، او له حکومت غواړو چې د سرپناه ځای راکړي.»
بل خوا د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند وايي، خلیل الرحمن حقاني د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د اکمالاتو او نړیوال خوندیتوب له مشرې سره په لیدنه کې ویلي، نړیوال مرستندویه سازمانونه باید په منظم ډول له کډوالو سره خپلې مرستې وکړي، ترڅو هېڅوک بې سرپناه پاتې نه شي.
دغه وزارت ویلي چې په تېرو ۲۰۲۳ کال کې یو میلیون افغان کډوال بېرته هېواد کې را ستانه کړای شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني و ویل: « په دغه ناسته کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر په ټوله کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ څخه وغوښتل چې د کډوالو موضوع باید په نړۍواله کچه له سیاست څخه بهر شي او دغه کمېشنري دې خپلې چار د کډالو او راستنېدونکو چارو وزارت سره په همغږۍ ترسره کړي.»
تر دې مخکې د اسلامي امارت چارواکو ویلي و، چې یوازې له پاکستان او ایران څخه شاوخوا ۸۰۰ زره افغان کډوال په جبري توګه را ایستل شوي دي.