Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ازبکستان او پاکستان ځانګړو استازو د افغانستان په اړه خبرې کړي

د افغانستان لپاره د ازبکستان او پاکستان ځانګړو استازو د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه خبرې کړي دي.

د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې عصمت الله ارګاشیف له اصف علي دراني سره په دغه لیدنه کې په افغانستان کې د بشري ناورین او په سوله یيزه فضا کې د پراختیا لپاره د هڅو په تړاو خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، د ازبکستان او پاکستان ځانګړو استازو د ترمز- مزارشریف او کابل- پیښور د اوسپنې پټلۍ د پروژې د پلي کېدو په اړه هم بحث کړی دی.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: « په دغه کتنه کې، د افغانستان په تړاو د همکاریو د پراختیا د ارزښت، په ځانګړې توګه د بشري مرستو د وړاندې کولو او له افغانانو سره نورو مرستو ته پاملرنه و شوه.»

له دې سره سم، اصف دراني ازبکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر له لومړي مرستیال سره هم، د سوداګرۍ، اقتصاد او پانګونې د پراختیا او د سیمه ییزو سازمانونو په چوکاټ کې له افغانانو سره د بشري مرستو د وړاندې کولو په برخو کې خبرې کړې دي.

د نړۍوالو چارو شنونکي، نجیب الله شمال وویل: « په داسې حال کې چې له بده مرغه د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې خراب لوري ته روانې دي؛ خو د افغانستان ګاونډي هېوادونه لکه ازبکستان چې له پاکستان سره د خپلو اړیکو د ښه کولو په لټه کې دی او غواړي د افغانستان په مرسته خپلې دغه اړیکې پراخې کړي.»

اقتصاد پوه، سید مسعود هم په دې اړه وویل: «پاکستان اړ دی څو منځنۍ اسیا ته د رسېدو لپاره له افغانستانه تېر شي، هغه که ازبکستان ته ځي او که ترکمنستان ته ځي.»

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد بیا وايي چې، اسلامي امارت له ازبکستان او پاکستان سره د اړیکو د ښه والي په هڅه کې دی.

ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته زیاته کړه: « له هېوادونو سره مو اړیکې ښې دي، ازبکستان او پاکستان په افغانستان کې خپل سفارتونه لري افغانستان هم په دغو هېوادونو کې سفارتونه لري او له هېوادونو سره ښه ډيپلوماټیکې، سوداګریزې او اقتصادي اړیکې لرو اوس هم د لا ښه کېدو لپاره یې کار کوو.»

که څه هم د اسلامي امارت د واکمنۍ په تېرو دوو کلونو کې د یو شمېر هېوادونو سفارتونه فعال شوي نه دي خو پاکستان او ازبکستان د هغو هېوادونو له ډلې دي چې سفارتونه یې په نورمال ډول کار کوي او لوړپوړي چارواکي یې هم کله نا کله افغانستان ته راځي او د اسلامي امارت له چارواکو سره لیده کاته کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه