Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دوحه د افغانستان په اړه د یوې بلې سترې غونډه کوربتوب کوي

ملګري ملتونه وایي د راتلونکې فېبرورۍ میاشتې په ۱۸ او ۱۹ نېټه په دوحه کې د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړوي.

د ملګرو ملتونو د لوی منشي ویاند د دغې غونډې له جوړولو موخه، د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي د خپلواکې ارزونې د سپارښتنو له لارې په منسجم او همغږي ډول د نړۍوال مشارکت د تقویې د څرنګوالي په تړاو خبرې اترې بولي.

د ملګرو ملتونو د لوی منشي ویاند سټېفېن ډوجاریک و ویل: «د ملګرو ملتونو لوی منشي به د افغانستان په اړه د بېلابېلو هېوادونو او سیمه ییزو سازمانونو د استازو راتلونکې غونډه جوړه کړي. دغه غونډه د روان زیږیز کال د فبرورۍ پر اتلسمه او نولسمه په دوحه کې جوړېږي. د دغې غونډې موخې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي د خپلواکې ارزونې د سپارښتنو له لارې په منسجم او همغږي ډول د نړۍوال مشارکت د تقویې د څرنګوالي په تړاو خبرې اترې دي.»

سره له دې چې، اسلامي امارت د دغې غونډې په تړاو څه نه وايي؛ خو تر دې مخکې یې ویلي چې، په دغه ډول غونډو کې باید د اسلامي امارت استازي ته هم بلنه ورکړ شي؛ چې د سرپرست حکومت دریځ وړاندې کړي.

سیاسي شنونکي سلیم پیګیر و ویل: « کله چې د افغانستان اصلي خلک په دا ډول ناستو کې ګډون وکړي، زه هیله من یم چې دا لیدنې د افغانستان او د افغانستان خلکو په ګټه پای ومومي.»

د سیاسي چارو بل شنونکي، سید جواد سجادي و ویل: «د افغانستان په اړه نړۍوالې ناستې په هغه صورت کې ګټورې کېدلی شي چې په اجماع،  موخو او لار نقشې پر بنسټ وي.»

د ویلو ده چې، په نږدې راتلونکې کې به د افغانستان په اړه د مسکو په کوربتوب د روسیې، چین، ایران او پاکستان څلور اړخیزه غونډه هم جوړه شي او په دې غونډه کې به هم په افغانستان کې د ټولګډوني حکومت د جوړېدو، د ترهګرو او د نشه يي توکو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې وشي.

ا.ا د دغې غونډې په تړاو څه نه وايي؛ خو تر دې مخکې یې ویلي چې، په دغه ډول غونډو کې باید د اسلامي امارت استازي ته هم بلنه ورکړ شي؛ چې د سرپرست حکومت دریځ وړاندې کړي.

تصویر بندانگشتی

ملګري ملتونه وایي د راتلونکې فېبرورۍ میاشتې په ۱۸ او ۱۹ نېټه په دوحه کې د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړوي.

د ملګرو ملتونو د لوی منشي ویاند د دغې غونډې له جوړولو موخه، د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي د خپلواکې ارزونې د سپارښتنو له لارې په منسجم او همغږي ډول د نړۍوال مشارکت د تقویې د څرنګوالي په تړاو خبرې اترې بولي.

د ملګرو ملتونو د لوی منشي ویاند سټېفېن ډوجاریک و ویل: «د ملګرو ملتونو لوی منشي به د افغانستان په اړه د بېلابېلو هېوادونو او سیمه ییزو سازمانونو د استازو راتلونکې غونډه جوړه کړي. دغه غونډه د روان زیږیز کال د فبرورۍ پر اتلسمه او نولسمه په دوحه کې جوړېږي. د دغې غونډې موخې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي د خپلواکې ارزونې د سپارښتنو له لارې په منسجم او همغږي ډول د نړۍوال مشارکت د تقویې د څرنګوالي په تړاو خبرې اترې دي.»

سره له دې چې، اسلامي امارت د دغې غونډې په تړاو څه نه وايي؛ خو تر دې مخکې یې ویلي چې، په دغه ډول غونډو کې باید د اسلامي امارت استازي ته هم بلنه ورکړ شي؛ چې د سرپرست حکومت دریځ وړاندې کړي.

سیاسي شنونکي سلیم پیګیر و ویل: « کله چې د افغانستان اصلي خلک په دا ډول ناستو کې ګډون وکړي، زه هیله من یم چې دا لیدنې د افغانستان او د افغانستان خلکو په ګټه پای ومومي.»

د سیاسي چارو بل شنونکي، سید جواد سجادي و ویل: «د افغانستان په اړه نړۍوالې ناستې په هغه صورت کې ګټورې کېدلی شي چې په اجماع،  موخو او لار نقشې پر بنسټ وي.»

د ویلو ده چې، په نږدې راتلونکې کې به د افغانستان په اړه د مسکو په کوربتوب د روسیې، چین، ایران او پاکستان څلور اړخیزه غونډه هم جوړه شي او په دې غونډه کې به هم په افغانستان کې د ټولګډوني حکومت د جوړېدو، د ترهګرو او د نشه يي توکو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې وشي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه