Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا لپاره د کوچنیو بندونو د جوړولو پلان

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست، عبدالطیف منصور وایي چې له وچکالۍ سره د مبارزې او د اوبو د کمښت ستونزې د حل په موخه د اوبو د پیاوړتیا لپاره نږدې سل کوچني بندونه جوړوي. 

عبدالطیف منصور وایي چې ځینې له دغو بندونو ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او پر ځینو نورو هم کار روان دی. 

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست زیاته کړه: « موږ په ډېر کم وخت کې شاوخوا ۹۳ چیکډیمونه قرارداد کړي چې پنځه یې دلته په لوګر کې بشپړ شوه، پنځه هم په میدان وردګو کې او سمنګانو کې هم پرې کار روان دی.»

 ورته مهال یو شمېر کروندګر وايي، د اوبو د نشتوالي له امله خپل کار ته دوام نه‌شي ورکولای. دوی وایي د اوبو کمښت او پرله‌پسې وچکالۍ د وزګارتیا کچه هم زیاته کړې او د کروندګرو اندېښنې یې هم څو چنده کړې دي.

کروندګر، محمد سرور وویل: « دوه یا درې کاله کېږي چې وچکالۍ پر خلکو ډېر فشار راوړی او پر کچالو او غنمو یې هم ډېر اغېزې کړي دي. وچکالۍ پر دغه تولید ۸۰ سلنه اغېز کړی دی.»

یو بل کروندګر، جمعه خان هم وویل: « خلک له وچکالۍ تنګ شوي دي ځکه حاصل نه کېږي، په دغو کلونو کې خلک بېکاره او زیانمن شوي دي.»

تر دې مخکې، د کلیو او بیارغونې وزارت مسوولینو د ۴۲۶ میلیون افغانیو په لګښت په ۱۳ ولایتونو کې د چېک ډېمونو یا د اوبو د کوچنیو بندونو له جوړولو خبر ورکړی و.

شریک یي کړئ