Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د سږني ژمي لومړنۍ واوره او د خلکو خوشبیني

کابل او د هېواد ځينې نور ولایتونه نن (یکشنبې، د سلواغې په ۷مه) د ژمي د لومړنۍ واورې د اورښت شاهدان وو.

ورته مهال پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، چې د یکشنبې په ورځ ۲۱ ولایتونه د واورې او باران د اورښت شاهدان وو او یاد وزارت د پېښو د مخنیوي لپاره پوره چمتووالی نیولی دی.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند جانان سايق په دې هکله وايي:«کابو ۲۱ ولایتونو کې واوره او باران اورېدلي او همدارنګه دم‌ګړۍ په ځينو ولایتونو کې هم واوره اوري شوې ده چې بارانونه زیات شي.»

له دې سره هم‌مهاله، د کابل او ځينې ولایتونو اوسېدونکي د واورې او باران اورښت ته خوشحاله دي

کریم چې له پنځلسو کلونو راهیسې د کابل په یوه څنډه کې شور نخود پلوري وایي د باران په ځانګړې توګه د واورې د اورښت په ورځو کې یې پلور زیاتېږي.

د کابل اوسېدونکی کریم وايي:«په واورینو ورځو کې د نورو ورځو پرتله، زموږ پلور لږ زیاتېږي همدا ښه ده چې د واورې له اورښته خوشحاله یو.»

د طلوع‌نیوز خبریال د کابل پغمان ولسوالۍ ته تللی او د دغې ولسوالۍ اوسېدونکو د واورې اورښت ته د خوشحالۍ ترڅنګ وايي چې هر کال یې په دې موسم کې کوڅې پر سپینو واورو پوښل کېدې.

د پغمان اوسېدونکی مسافر په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«له دې مخکې واوره نه‌وه دې ته اندېښمن وو چې وچکالي نه‌شي هوا خرابه وه، چاپېریال خراب وه ماشومان ناروغان کېدل.»

د پغمان بل اوسېدونکی محمد شفیع هم څرګندوي:«پخوا دلته ډېره واوره اورېده، سږکال او تېر کال دومره واوره ونه‌ورېده، لږه واوره وورېده، اوس خوشحاله یو.»

پخوانۍ معقوله ده چې وایي کابل دې بې زرو وي؛ خو نه بې واورې.

د واورې اورښت، د انځور اخیستو فضا او لوبو له مرکز کابل څخه ځوانان او ماشومان دې ولسوالۍ ته را کښلي دي.

د کابل اوسېدونکی احسان الله په دې هکله وايي:«بې‌ګاه شپه موږ ټوله شپه بیرون وو، طبیعت مو ولید ښکلا مو ولیده، داسې څوک نشته چې واوره یې خوښه نه‌وي.»

د کابل اوسېدونکو ترڅنګ، د یو شمېر ولایتونو اوسېدونکي هم په خپلو ولایتونو کې د واورې له اورښته خوښي څرګندوي.

د بدخشان اوسېدونکی معراج الدین څرګندوي:«دا ډېره د خوشبختۍ ځای دی ځکه چې بزګرو په دغه ولایت کې کرنه کړې، که‌چېرې اورښت نه وای شوی، افغانستان په ځانګړې توګه بدخشان له وچکالۍ سره مخ کېده.» 

له دې مخکې ځينې هېوادوال په هېواد کې د واورې او باران نه اورېدو ته اندېښمن وو، چې له همدې امله یې په کابل او ځینو ولایتونو کې د استسقا لمونځونه هم وکړل.

شریک یي کړئ