Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

واشنګټن: بي‌جینګ دې له «طالبانو» سره د خپلو اړیکو څرنګوالی روښانه کړي

د چین ولسمشر ته د بلال کریمي د باورلیک له سپارلو یوه ورځ وروسته واشنګټن له بي‌جینګ څخه غوښتي چې له اسلامي امارت سره د خپلو اړیکو څرنګوالی روښانه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر خبریالانو ته ویلي چې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې مسئله د هغوي په کړنو پورې تړاو لري.

ښاغلي مېلر د دغې موضوع په هکله ویلي:«زما په اند دا به غوره وي چې چین په خپله په دې اړه وغږېږي چې د طالبانو د سفیر باورلیک منل په څه معنا دي او یا دا چې چین طالبان په رسمیت پېژني او که نه. ما له دوی معکوس نظرونه لیدلي دي.»

د اسلامي امارت سفیر اسدالله بلال کریمي تېره ورځ (سې‌شنبې، د سلواغې په ۱۰مه) د چین د ولسي جمهوریت د جوړېدو د ۷۵ مې کلېزې د لمانځنې په مراسمو کې خپل باورلیک د چین ولسمشر ته وړاندې کړ.

شي جین‌پینګ په دغو مراسمو کې له نړۍ سره د چین د اړیکو په اړه خبرې وکړې.

د چین ولسمشر په دغو مراسمو کې زیاته کړه:«زه هیله لرم چې د نړۍ د هېوادونو استازي به له چین څخه هر اړخیزه پوهاوی ولري او د اړیکو پیاوړتیا او د دوه اړخیزو اړیکو د ټینګولو لپاره به خدمت وکړي. د چین حکومت به د نړۍ د هېوادونو سفیرانو ملاتړ وکړي، څو خپلې دندې ښې پرمخ یوسي.»

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیاء احمد تکل په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«د چین ولسمشر شي جین‌پینګ، د افغانستان د اسلامي امارت د لوی سفیر او ځانګړي استازي په توګه د بلال کریمي د باورلیک د منلو پر مهال نوموړي ته چین ته د سفیر په توګه ښه راغلاست ویلی دی.»

ورته مهال د سیاسي چارو ځينې شنوونکي بیا د چین له لوري د اسلامي امارت د سفیر باورلیک منل د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره مهم ګڼي.

د سیاسي چارو شنوونکی امان الله هوتکي څرګندوي:«چین زړه ښه کړ او له دې سره به نور هېوادونه هم دې ته لېواله شي؛ خو زه فکر کوم د چین دغه حرکتونه یوازې د تجارت او کار او بار تر کچې پورې دي.»

د سیاسي چارو شنوونکی سید اکبر آغا هم وايي:«چین یوه اندازه له افغانستانه باور من شوی چې افغانان کولای شي له بيجینګ سره تعامل وکړي او د چین له لوري د اسلامي امارت باورلیک منل دا پیغام لري چې اسلامي امارت سره تعامل پیاوړی شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ۱۴۰۲ لمریز کال د وږي په میاشت کې د اسلامي امارت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند هم د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په افغانستان کې د چین د نوي سفیر باورلیک منلی و.

د اسلامي امارت سفیر بلال کریمي تېره ورځ (سې‌شنبې، د سلواغې په ۱۰مه) د چین د ولسي جمهوریت د جوړېدو د ۷۵ مې کلېزې د لمانځنې په مراسمو کې خپل باورلیک د چین ولسمشر ته وړاندې کړ.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه