د برېټانیا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا له خپلو وګړو غوښتي چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې د افغانستان امنیتي وضعیت بې ثباته بللی او زیاته کړې یې ده، چې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې او القاعده شبکې په څېر ترهګرې ډلې فعالې دي.
د دغې خبرپاڼې له مخې، په مذهبي ځایونو او په تېره بیا د روژې په مبارکه میاشت کې د دغه هېواد په هوايي ډګرونو او شاوخوا سیمو کې د ترهګریزو بریدونو خطر شته.
په دې اعلامیه کې په افغانستان کې د برېټانیوي وګړو د نيولو د احتمال خبرداری هم ورکړل شوی دی.
د برېټانیا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په یوې برخه کې راغلي:«په افغانستان کې امنیتي وضعیت بې ثباته دی او د هوايي ډګرونو د شاوخوا په ګډون په ټول افغانستان کې د دا ډول بریدونو خطر زیات دی. افغانستان ته تګ خطرناک دی او شونې ده چې بندرونه هم پرانیستې نهوي. د برېټانوي وګړو د نیولو خطر هم شته.»
خو اسلامي امارت په هېواد کې د ملي امنیت د ټينګښت ډاډ ورکوي او زیاتوي چې په هېواد کې د بهرنیو وګړو امنیت ټینګ دی او د هېواد امنیتي ځواکونه د بهرنیو وګړو امنیت ساتي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد څرګندوي:«موږ ډاډ ورکوو چې په افغانستان کې د بهرنیو وګړو لپاره هېڅ ډول ګواښ نشته. په افغانستان کې په لسګونه بنسټونه، سفارتونه، نړۍوالې موسسې، حتا ګرځندویان شتون لري، ژوند کوي، تګ راتګ کوي. هېچا ته امنیتي ګواښ شتون نهدی لرلی او نهلري.»
بلخوا، د سیاسي او نظامي چارو ځیني شنوونکي له اسلامي امارته غواړي چې د بهرنیو وګړو د امنیت د ټينګښت په برخه کې هڅې زیاتې کړي.
د سیاسي چارو شنوونکی سلیم پیګیر طلوعنیوز ته وايي:«د افغانستان اسلامي امارت باید د ټولو لوېدیځو او ختیځو هېوادونو خبرې واوري او د ټولې نړۍ پر وړاندې یو سم او منطقي سیاست غوره کړي.»
د سیاسي چارو بل شنوونکي سید مقدم امین وویل:«د افغانستان د ډپيلماسۍ دستګاه باید د امنیت په شورا او نړۍوالو سازمانونو کې په ځانګړې توګه په نړۍوالو غونډو کې په مستندو دلایلو خبرې وکړي، لوېدیځ او ګاونډي هېوادونه باید متقاعد کړي چې افغانستان هېڅکله د سیمهییزو هېوادونو لپاره به ګواښ نهوي.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د دغه هېواد له وګړو غوښتي وو، چې افغانستان ته سفر ونه کړي.