د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په تېرو دوو کلونو کې د دغه وزارت جنايي څانګې په هېواد کې د سایبري جرمونو له ۲۵۰ ډېرې پېښې ثبت کړې دي.
د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي چې تر اوسه د دوی له لوري تر سلو ډېرې قضیې څېړل شوي چې ډېری یې په کابل کې شوې دي.
ښاغلي قانع وویل:«په دوه وروستیو کلونو کې د بېلابېلو دولتي او خصوصي بنسټونو له لوري څه باندې ۲۵۱ سایبري پېښې د څېړنې لپاره د کورنیو چارو وزارت له جرمونو سره د کشف او مبارزې د عموي ریاست له سایبري جرمونو سره د مبارزې برخې ته رسېدلي چې ۱۱۹ پېښو ته رسېدنه شوې ده.»
بل خوا، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، دغه وزارت هڅه کوي چې د کسانو له لوري د هېوادوالو د شخصي حریم د نقض مخه ونیسي.
د مخابراتو، او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عصمتالله الکوزی وايي:«د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له لوري خصوصي حریم ته لاسرسی منعه دی؛ ځکه دغه وزارت نهشي کولای چې د چا خبرو ته وغوږ ونیسي او یا د چا ډیټا (اطلاعاتو) ته لاسرسی پيدا کړي. دا په امنیتي او قضايي ارګانونو پورې اړه لري.»
د نظامي چارو شنوونکی محمد زلمی افغانیار هم څرګندوي:«سایبري جرمونه کولای شي چې د هېواد امنیت هم په نښه کړي او هم د کورنیو ټولنیز - کلتوري اړیکې په نښه کړي. په داسې حال کې چې د افغانستان ټول خلک له انترنېټ څخه استفاده کوي، دغه جرمونه ورځ په ورځ د زیاتېدو په حال کې دي.»
د کورنیو چارو وزارت ویاند دغه راز زیاتوي چې د سایبري جرمونو په تړاو لسګونه کسان نیول شوي او دوسیې یې د هېواد عدلي او قضايي ادارو ته استول شوي دي.