د پاکستان د لنډمهالي حکومت کابینې په دغه هېواد کې د یو اعشاریه څلور مېلیونه ثبت شویو افغان کډوالو د اوسېدو نېټه د روان کال د مارچ میاشتې تر پایه وغځوله.
د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې، د کابینې په وروستۍ ناسته کې دغه پرېکړه د ځینو پاکستاني چارواکو د مخالفت سربېره منظور شوه.
له دې سره هممهاله په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت سرکونسل عبدالجبار تخاري وايي چې د پاکستان لنډمهالي حکومت له اسنادو پرته افغان کډوالو ته دوه میاشتې وخت ورکړی چې بېرته هېواد ته ستانه شي.
ښاغلي تخاري په دې هکله وویل:«د پاکستان د لنډمهالي حکومت پر وینا، یو اعشاریه څلور مېلیونه ناقانونه افغانان لاهم شتون لري؛ هغوی ته یې وخت ورکړی چې د مارچ میاشتې تر وروستۍ نېټې کولای شي چې په پاکستان کې ژوند وکړي او له هغې وروسته باید پاکستان پرېږدي او یا هم ورته یو پروګرام ونیولی شي.»
د کډوالو د حقونو فعال محمد خان طالبي محمدزی هم وايي:«په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو د مودې غځول یو ښه ګام دی؛ خو د کډوالو د حضور لپاره یو مشخص پروګرام جوړ کړل شي.»
په ورته مهال، په پاکستان کې د افغان کډوالو د حقونو ځينې مدافعالان له سرپرست حکومته غواړي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزو ته په جدي ډول رسېدنه وکړي.
په پاکستان کې د افغان کډوالو د مدافعانو غړی عتیق الله وايي:«له بده مرغه یو غټ شمېر افغانان چې د جمهوریت له پرځېدو وروسته پاکستان ته ګدوال شوي دي او په افغانستان کې له جدي ګواښونو سره مخ دي تراوسه د پاکستان حکومت د هغوی لپاره کومه لایحه یا پرېکړه نهده کړې.»
د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې، یوازې په تیره یوه ورځ کې له پاکستانه نږدې درې زره افغان کډوال را ایستل شوي دي.
په پاکستان کې افغان کډوال نیکزاد وویل:«موږ دې نه رااړوي خپله ویزه تمدید کوو، همدلته اوسېږو، توکل مو پر الله (ج) چې زموږ کارونه مخته ولاړ شي.»
په پاکستان کې افغان کډوال شاهین هم څرګندوي:«په پاکستان کې افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي د بېلګې په توګه له پولیسو سره ښکېل کېږي، اقتصادي ستونزې او د ویزې د تمدید ستونزې دي.»
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت د کونسل د شمېرو له مخې، په وروستیو درېیو میاشتو کې نږدې ۶۰۰ زره کډوال په زور او خپله خوښه له پاکستانه را وتلي دي.