Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مجاهد: د مالیې وزارت یو مېلیون کسانو ته معاش ورکوي

اسلامي امارت وايي چې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د څه باندې یو نیم میلیارد افغانیو په ارزښت پراختیایي بودجه مالیې وزارت ته منظوره شوې ده.

د اسلامي امارت ویاند وايي، د دغه وزارت په تر ټولو مهمو پروژو کې د ګمرکونو د عصري کولو پروژه، د ولایتونو د مستوفیتونو لپاره د لمریزې برېښنا د برابرولو پروژه او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي.

ذبیح الله مجاهد وویل: « ویې کولای شول چې بودیجه له دې اړخه پوره کړي لکه څنګه چې د افغانستان اسلامي امارت دوه کاله کیږي چې بودیجه له خپلو سرچینو څخه تمویل کوي او له دې وروسته به انشاالله په ښه ډول ګامونه واخلي.»

د اسلامي امارت ویاند دغه راز زیاتوي، چې له تېرې ادارې د خلکو د پورونو، تامیناتو او ضمانتونو شاوخوا ۱۸۰ میلیارده افغانۍ پاتې دي، چې د مالیې وزارت به یې په راتلونکي مالي کال کې د هغو ادارو چې پورونه یې تثبیت شوي دي، لس سلنه پور ورکړي.

ذبیح الله مجاهد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د مالیې وزارت په میاشت کې شاوخوا یو میلیون دولتي کارکوونکو ته معاش ورکوي، چې نږدې ۸۷ زره یې ښځې دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي رییس، میرویس هوتک په دې اړه وویل: « خصوصي سکتور له دې هرکلی کوي او پانګونه زیاتیږي، پانګوال کولای شي په ښه توګه پانګونه وکړي او په هېواد کې فعالیتونه ډېریږي هر کله چې پېسې کنګل شي نو پانګونه کمېږي او که چېرې پیسې پرې شي نو بېرته کولای شي پانګونه وکړي.»

د اقتصادي چارو ځینې شنونکي بیا پر دې باور دي چې د پراختیايي پروژو د کار ډېرېدل د هېواد د اقتصادي ودې او د هېوادوالو لپاره د کار د زمینې برابرولو لپاره ګټور دي.

د اقتصادي چاو شنونکي، محمد نبي افغان وویل: «هغو پروژو ته دې لومړیتوب ورکړ شي چې ډېرو خلکو ته د کار زمینه برابروي، همدا اوس موږ د کرنې په برخه کې ډېرو کسانو ته اړتیا لرو او ډېرې ځمکې لرو چې باید کار پرې وشي.»

تر دې وړاندې د اقتصاد وزارت ویلي و چې په ۲۰۲۳ کال کې د څه باندې ۲۷ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۷۹پروژې له کورنیو عوایدو بشپړې شوې دي.

شریک یي کړئ