د پاکستان د لنډمهالي حکومت لومړی وزیر وایي چې د افغانستان د سرپرست حکومت رسمیت پېژندنه سیمه ییزې اجماع ته اړتیا لري او په خبره یې تر هغې چې نړۍ په دغه برخه کې پرېکړه ونه کړي، پاکستان به مخکښ نشي.
انورالحق کاکړ له طلوع نیوز سره په یوه ځانګړې مرکه کې وایي چې د روسیې او چین په ګډون د سیمې ټول هېوادونه په افغانستان کې د سولې، ټيکاو او امنیت غوښتونکي دي.
د پاکستان د موقت حکومت لومړي وزیر، انوار الحق کاکړ زیاته کړه: «تقریباً د سیمې ټول هېوادونه هیله لري چې د افغانستان حکومت په رسمیت وپېژندل شي، دا چې څه وخت کیږي په دې اړه درته څه نشم ویلی، خو هیله لرم چې دغه هېوادونه هغه تمې چې له دغه حکومته لري د دغې موضوع سره تړلي دي.»
دغه لوړپوړی پاکستانی چارواکی ډیورنډ فرضي کرښه د دواړو هېوادونو [افغانستان او پاکستان] ترمنځ ګډه پوله ګڼي.
هغه په دې اړه وویل: « ملګرو ملتونو او ۲۰۶ هېوادونو منلې چې دغه یو نړۍواله پوله ده، او له دې وروسته چې افغانان په دې اړه څه وایي یا یې نه وايي په دې اړه څه نه وایم او نه غواړم چې ووایم.»
کاکړ یو ځل بیا ادعا کوي چې د پاکستان د طالبانو تحریک د افغانستان په ځینو ولایتونو کې پناه ځایونه لري چې دغه چاره په پاکستان کې د نا امنۍ لامل شوې ده.
هغه په دې اړه وویل: « که زما ځینې خلک راځي او ستا خاوره کاروي، ستا په خاوره کې روزل کیږي یا ژوند کوي او له هغه ځایه راځی او زما خلکو ته زیان رسوي، نو زه تاته وایم چې زما ناراضي ورور ستاسو خواته راغلی، تاسو به یا ورته اجازه ورکړې وي او یا نه خو دغه کار وکړئ چې هغوی له خپله کوره وباسئ.»
د پاکستان د لنډمهالي حکومت لومړی وزیر د دغه هېواد له هوايي حریمه افغانستان ته د نورو هېوادونو د بې پیلوټه الوتکو راتګ ردوي او وايي، هېڅ هېواد ته د دې اجازه نه ورکوي چې، د پاکستان له هوايي حریمه د افغانستان پر وړاندې ګټه واخلي.