د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیر خان متقي وایي چې په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د بشري حقونو په نوم ترهګري پلي شوې ده.
امیر خان متقي د دغه وزارت اړوند د ډيپلوماسۍ د تخصصي انسټیټوټ څخه د محصلینو په فراغتغونډه کې وایي چې کم پرمختللي هېوادونه تل د بشري حقونو په نوم کارول شوي او په خبره یې د نړۍوال جنایت د مخنیوي لپاره په نظامي، سیاسي او ښوونیزو برخو کې زده کړو ته ډېره اړتیا ده.
ښاغلي متقي زیاته کړه: « شل کاله په افغانستان کې د ترهګرۍ په نوم بمبارۍ ونه شوې؟ په لکونو کسان شهیدان شول، په لکونو بندیان شوه، وځورول شول او ان تر دې چې ګونتانامو ته ولېږدول شول. یو لو ناورین تېر شو خو تر اوسه هم چا ترهګري تعریف نه کړه چې څه ده؟»
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د خپلو خبرو په یوه برخه کې، په هېواد کې د ډيپلوماسۍ په برخه کې د زده کړو د زمینې پر برابرېدو هم ټينګار کړی دی.
د چارو ځينې شنونکي بیا په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د نورو هېوادونو د کړنو په تړاو بېلابېل لیدلوري لري.
د سیاسي چارو شنونکي، جاوید جاوید وویل: « هغوی په دې باور دي چې په افغانستان کې یې شتون فرصتونه هم ننګونې رامنځ ته کړي خو بر عکس که د نیوکه کوونکو له نظره دغې مسالې ته وکتل شي بې له شکه چې د دوی شتون له ننګونو سره مخ وه.»
د سیاسي چارو یو بل شنونکي، احمدخان اندړ هم څرګنده کړه: « په تېرو شلو کلونو کې چې امریکا له خپلو شریکانو سره د ترهګرۍ د له منځه وړلو په نوم راغله له ترهګرۍ یې سم تعریف نه لره.»
د مسوولینو په خبره، د ډیپلوماسۍ په تخصصي انسټیټیوټ کې د نورو مسایلو تر څنګ عربي، ترکي او روسي ژبې هم تدریس کیږي.