Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

متقي: نړۍ هڅه کوي مسلمانان په ډلو و ویشي

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د نړۍ پر هغو پروګرامونو نیوکه کړې چې د افغانانو ترمنځ د تفرقې لامل کیږي.

امیرخان متقي چې کابل کې د محصلینو په یوه فراغت  غونډه کې خبرې کولې ویلي چې نړۍ هڅه کوي مسلمانان په بېلابېلو ډلو و ویشي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي و ویل: « د نړۍ دسېسې او پلانونه د دې لپاره جوړ دي چې د مسلمانانو ټولنې و ویشي، په تنظیمونو، په قومونو او په بېلابېلو ډلو یې و ویشي.»

ښاغلی متقي زیاتوي چې اسلامي امارت په تېرو دوو کلونو کې د امنیت، اقتصاد او سیاست په برخو کې ډیرې لاس ته راوړنې لري.

امیرخان متقي زیاته کړه: « په تېرو دونیمو کلونو کې اسلامي امارت ته خدای پاک عزت ورکړ او په امنیتي، سیاسي اقتصادي برخو کې یې پرمختګ وکړ.

د سیاسي چارو شنونکي واحد فقیري و ویل: « نړۍ له اسلامي امارت څخه څلور عمده شیان غواړي، چې هغه د بشر حقونو ته درناوی، نسبتآ ټولګډونه حکومت رامنځته کول، له مخدره توکو او ترهګرۍ سره مبارزه ده.»
د سیاسي چارو شنونکي ملک افغان طلوع نیوز ته داسې وویل: «د څو مغرضو هېوادونو پرته نړۍ یو امن، خپلواک او پرمختللی افغانستان غواړي ځکه که په افغانستان کې امن نه وي نور هېوادونه هم اغیز مني.»

د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو له شاوخوا دوه نیمو کلونو په تېرېدو سره، تر اوسه هیڅ یوه هېواد سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی خو د ځینو هېوادونو او اسلامي امارت ترمنځ تعامل شته.

شریک یي کړئ