Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د روسیې استازی به د دوحې په غونډه کې ګډون وکړي

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د ټاس خبري اژانس ته ویلي د دوحې په غونډه کې چې د د روانې زیږدیزې میاشتې پر  ۱۸ مه د افغانستان په تړاو جوړېږي، ګډون به وکړي.

.ټاس خبري اژانس د کابلوف له خولې لیکلي، چې روسیه به په دې غونډه کې خپلو شریکانو ته د سم چلند لارښوونه وکړي  

ټاس په دغه راپور کې لیکلي:«دا غونډه به د فبرورۍ له اتلسمې تر نولسمې په دوحه کې جوړه شي. دغه ډیپلوماټ دغه راز زیاته کړه چې هغه به په دې غونډه کې د روسیې استازی وي.
کابلوف یادونه وکړه چې روسیه به په راتلونکې غونډه کې خپلو شریکانو ته د چلند د سمولو لارښوونه وکړي.»

بلخوا، اسلامي امارت وایي چې د دوحې غونډه به هغه وخت اغېزناکه وي چې د اسلامي امارت د غوښتنو په رڼا کې جوړه شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي چې تر اوسه اسلامي امارت په دې غونډه کې د ګډون په تړاو پایلې ته نه‌دی رسېدلی.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه:«که‌چېرې غونډه د اسلامي امارت له غوښتنو سره برابره وي چې د افغانستان له خلکو سره د همکارۍ غوښتنه وکړي، له شک پرته دا غونډه ګټوره پرېوځي؛ خو که‌چېرې غونډه د نورو غونډو په څېر نورې موخې ولري طبیعي ده چې اغېزه نه‌لري.»

د سیاسي چارو شنوونکی واحد فقیري هم په دې هکله وايي:«روسیه په دې باور ده که‌چېرې په افغانستان کې سیاسي ثبات هغه مهال رامنځته کېدای شي چې د افغانستان حکومت ټول‌ګډونی وي.»

د سیاسي چارو بل شنوونکی عزیز معارج هم څرګندوي:«هلته کولای شي چې خپلې غوښتنې ولري، خپلې غوښتنې مطرحه کړي او له خپل دریځه دفاع وکړي، همدرانګه نړۍ چې هم کومې غوښتنې لري هغه دې هم مطرحه کړي، بحث دې وشي او هوکړې ته دې ورسېږي.»

د افغانستان په تړاو د دوحې غونډه د روانې فبرورۍ میاشتې پر اتلسمه او نولسمه د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړېږي. دغې غونډې ته د اسلامي امارت پلاوي او د مدني ټولنې استازي هم بلل شوي دي.

اسلامي امارت وایي چې د دوحې غونډه به هغه وخت اغېزناکه وي چې د اسلامي امارت د غوښتنو په رڼا کې جوړه شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه