Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مولوي عبدالکبیر: د دوحې غونډې به د ا.ا او نړۍ ترمنځ تعامل ته متمرکزه وي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوِي عبدالکبیر وایي چې د دوحې راتلونکې ناستې اجنډه به تر ډېره د اسلامي امارت او نړۍ تر منځ پر تعامل را څرخي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال زیاتوي چې اسلامي امارت د رسمت پېژندو ټول شرطونه پوره کړي او د سیمې له هېوادونو یې وغوښتل چې سرپرست حکومت په رسمیت وپېژني.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال دغه څرګندونې د ننګرهار له سیمه‌ییزو مسوولانو او ولسونو سره په ناسته کې کړې دي.

مولوي عبدالکبیر وايي:«ټولو موږ ته دا ډاډ او اطمینان راکړی، راتلوونکې ناسته چې په قطر کې کېږي د دې مهم هدف دا دی چې دنیا نور د افغانستان د اسلامي امارت سره یو تعامل غواړي.»

د اسلامي امارت دغه لوړپوړی چارواکی د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وایي، چې د اسلامي امارت دروازه د سیاسي مخالفانو پر مخ پرانیستې ده او په خبره یې، تر دې دمه د وزیرانو په ګډون د پخواني حکومت ۷۰۰ کسان هېواد ته راستانه شوي دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر څرګندوي:«د هغه کمېسیون له لارې نه څه باندې ۷۰۰ کسان، د مخکینۍ ادارې خلک چې د وزیر، د وکیل په سطحه پاتې شوي خلک دي هغو ته موږ د راتګ زمینه برابره کړې ده، راغلي دي د خوندیتوب کارتونه مو ورته ورکړي دي.»

په دې غونډه کې د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولانو بیا غوښتنه وکړه چې له پاکستان سره د سوداګرو ستونزو ته حل لار پیدا کړل شي او په خبره یې، پاکستانی لوری تل د شویو تړونونو خلاف کړنه کوي.

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس ګل مراد عرب په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«په ۲۱۲ اقلامو باندې مکمل بندیز ولګېده، چې د کراچۍ بندر نه افغانستان ته نه واردېږي، نو هیله من یو چې د پاکستان نوی حکومت راځي، که له دوی سره تاسې خپله پالیسي جوړه کړئ.»

قومي مشر ظاهر‌الله څرګنده کړه:«دا یوازې د تورخم او جلال اباد سړک نه بلکې؛ د افغانستان د ۳۴ ولایتونو سړک دی او باید خاصه توجه ورته وشي او ژر ترژره دې یې د جوړېدو چارې روانې شي.» 

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال یو ځل بیا د سیمې هېوادونو او نړۍ ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت به هېچاته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د دوی پر ضد وکارول شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه