Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ذبیح‌الله مجاهد د پوځي تجهیزاتو د پلور ادعا رد کړه

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي چې له بهرنیو ځواکونو پاتې شوي پوځي تجهیزات په بشپړه توګه د سرپرست حکومت په واک کې دي او د هغه د پلور ادعاګانې ردوي. 

ښاغلی مجاهد زیاتوي چې د اړتیا په صورت کې به د افغانستان د امنیت د خوندیتوب لپاره وکارول شي.

د اسلامي امارت ویاند په دې هکله زیاتوي:«پاتې شوې وسلې د افغانستان لپاره په در خوري او موږ په خپله امنیت ته اړتیا لرو او دغو وسلو ته اړتیا لرو په داسې حال کې چې موږ په خپله ډېرې جګړې تېرې کړې دي او دلته د وسلې د ساتلو لپاره اړتیا شته.»

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالتونو پخواني ولسمشر تازه د ټاکنیزو سیالیو په لړ کې د وینا پر مهال له افغانستانه د امریکایي سرتېرو وتل د دغه هېواد په تاریخ کې تر ټولو شرمونکې شېبه ګڼلې ده.

ډونالډ ټرمپ، یو ځل بیا په افغانستان کې د ۸۵ مېلیارده ډالرو په ارزښت د امریکا د پوځي وسایلو پر پاتې کېدو نیوکه وکړه او ادعا کوي چې افغانستان په نړۍ کې د پوځي وسایلو پر ستر پلورونکي بدل شوی دی.

د امریکا پخوانی ولسمشر زیاتوي:«امریکا د ۸۵ مېلیارده ډالرو په ارزښت تجهیزات په افغانستان کې پرېښي، پوهېږي چې افغانستان دم‌ګړۍ په نړۍ کې د نظامي تجهیزاتو یو ستر صادرونکی دی، زموږ نوې او ښایسته وسلې پلوري.»

ډونالډټرمپ زیاتوي چې لا هم په افغانستان کې سلګونه امریکایي او د هغوي همکاران حضور لري.

خو یو شمېر کارپوهان بیا په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور او پوځي وسایلو د پاتې کېدو په تړاو بېلابېل لیدلوري لري.

 د نظامي چارو شنوونکی زلمی افغانیار طلوع‌نیوز ته وايي:«هغه پوځي تجهیزات چې په افغانستان کې پاتې دي مشخصه دي چې څه پاتې دي؛ خو د ټرامپ دغه څرګندونې سیاسي اړخ لري او مطبوعاتي چلند دی، د امریکا د ټاکنیز کمپاین لپاره هغه غواړي چې له دې لارې بیا هم ځان ښودنه وکړي که‌چېرې زه وم، د امریکا د ګټو په پار به ځينې پروګرامونه عملي کړم.»

د نظامي چارو شنوونکی هادي قریشي څرګندوي:«اسلامي امارت چا ته اجازه نه ورکوي چې د نشه‌يي توکو او د وسلو د قاچاق په برخه کې فعالیت وکړي او د دغه کار مخه نیسي.» 

تر دې وړاندې د پاکستان د لنډ مهالي حکومت لومړي وزیر انورالحق ادعا کړې وه چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پاتې شوي پوځي وسایل په تورو بازارونو کې پلورل کېږي، هغه څه چې اسلامي امارت یې بې بنسټه ګڼي.

شریک یي کړئ