د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د روسيې ولسمشر سلاکار او د اقلیم په برخه کې د ولسمشر له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې د کابل او مسکو ترمنځ د اړیکو د کچې لوړولو، اقتصادي او د اقلیم بدلون په برخه کې پر همکاریو خبرې کړې دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، امیر خان متقي، په دې لیدنه کې ویلي، افغانستان د شینکوریزو ګازونو تولید کې برخه نهلري؛ خو د اقلیم بدلون له منفي اغېزو خوندي نهدی او د چاپېریال ساتنې په اړه په نړۍوالو ناستو کې يې د افغانستان د پلاوي د حضور په برخه کې د روسيې پر ملاتړ ټینګار کړی.
د اسلامي امارت ویاند زیاتوي:«په دې لیدنه کې امیر خان متقي له روسيې سره پر اړیکو، د نورو هېوادونو له لوري افغانستان ته د شرطونو پر نه کېښودو خبرې شوي دي، روسيي چارواکي هم له اسلامي امارت سره د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.»
ذبیحالله مجاهد زیاتوي، په دې لیدنه کې روسي چارواکي ټینګار کړی چې د افغانستان استازي باید د اقلیم د بدلون اړوند نړۍوالو ناستو کې ګډون وکړي او په خبره، يې، روسیه به د کاپ ۲۹ راتلونکې ناسته کې چې د اذربایجان په باکو کې ترسره کېږي، د افغانستان پلاوي د ګډون ملاتړ وکړي.
بل خوا یو شمېر شنوونکي بیا د کابل او مسکو ترمنځ اړیکي مهمې بولي او په باور يې، په هېواد کې د اقلیمي بدلون ستونزو په حل کې د کاپ ۲۹ راتلونکې ناسته کې د سرپرست حکومت پلاوي ګډون ګټور دی.
د سیاسي چارو شنوونکی سید عبادالله صادق طلوعنیوز ته وايي:«کهچېرې روسیه د افغانستان پلاوی د اقلیم بدلون په اړه راتلونکې ناسته کې ګډون ته رابولي، ترڅنګه يې سیاسي او اقتصادي بدلونونه هم شته دي او موږ هم باید د هغوی سره ځان عیار کړو.»
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پخوانی مرستیال عزیزالله صدیقي وویل:«په دا ډول غونډو کې د افغانستان پلاوي شتون ډېر مهم دی او دا زمینه برابروي، چې د افغانانو په استازيتوب په دې ناسته کې خپل غږ پورته کړو، ترڅو په افغانستان کې هم د اقلیمي بدلون له زیانونو سره همکاري وشي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست هم د روسيې د ولسمشر سلاکار او د اقلیم په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي سره لیدلي او دواړو لورو پر دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو، ټرانزیټ، اسلامي بانکوالۍ، په افغانستان کې د روسي پانګوالو پانګونه، د سوداګرو لپاره د ویزو په برخه کې پر اسانتیاوو او د روسيې او اسلامي نړۍ په پنځلسم نړیوال اقتصادي فورم کې د افغانستان پر حضور خبرې کړې دي.